ننګرهار کې د ملي امنیت پر څانګې ځانمرګی برید شوی

د خپريدو وخت: 04:09 گرینویچ - 24 فبروري 2013 - 06 کب 1391

په برید کې د ملي امنیت دوه مامورین وژل شوي.

د افغانستان ختيځ ننګرهار ولایت کې ځانمرګي برید لږترلږه د ملي امنیت دوه کارکوونکي وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

د ننګرهار ولایتي ویاند احمد ضیاء عبدالزي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته د تیلې فون پرکرښه وویل، برید نن ګهیځ وختي د ملي امنیت د ښاري دویمې څانګې په دروازه کې وشو.

دی وايي، چې برید د موټر په مټ شوی، او د ودانۍ له دروازې سره جنګول شوی دی.

په برید کې په نښه شوې ودانۍ هم سخته زیانمنه شوې ده.

د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال هم بي بي سي ته دغه برید تایید کړی دی.

د ملي امنیت دویمه ښاري څانګه د جلال اباد ښار لوېديځه برخه کې پرته ده.

د ننګرهار د روغتون ډاکټرانو ویلي، چې دوی ته یو مړی او درې ټپیان ور وړل شوي دي.

د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده.

ددغې ډلې یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږل شوې ویناپاڼه کې برید کې د ۱۴کسانو د وژل کېدو ادعا کړې ده، خو دا ادعا تر اوسه چا نه ده تایید کړې.

۲۰۱۱ - ۲۰۱۳: ډله ییز بریدونه

  • ۲۰۱۳: جنوري ۱۶

    د کابل په زړه اصغر څلورلاري کې تر زورورې چاودنې وروسته شپږو په وسلو سمبالو ځانمرګو برید کوونکو بریدونه وکړل، چې شپږ بریدګر او یو د ملي امنیت ساتونکی په کې ووژل شول.
  • ۲۰۱۲: دسمبر ۲

    په ختيځ جلال اباد کې وسله والو طالبانو د افغان او نړیوالو ځواکونو په یوې هوايې اډې برید وکړ، چې له امله یې ۴ افغان سرتېري وژل شوي او یو شمېر ناټو پوځیان ټپیان دي.
  • ۲۰۱۲: اپرېل ۱۵

    په کابل کې د ناټو پر اډې او سفارتونو سربېره پر اوو سیمو هم مهاله بریدونه وشول.
  • ۲۰۱۲: جون

    د کابل قرغه کې پر سپوږمۍ هوټل برید لږترلږه ۲۰ کسان ووژل.
  • ۲۰۱۲: جون ۱۹

    د افغانستان په سوېلي ولایت کندهار کې د پولیسو پر یوې قرارګاه په وسلو سمبالو کسانو برید وکړ، چې د سیمه ییزو چارواکو په وینا، څلور بریدګر او درې پولیس وژل شوي.
  • ۲۰۱۲: جنوري ۱۰

    د افغانستان پکتیکا ولایت مرکز ښرنه کې په وسلو سمبالو کسانو پر یو شمېر امنيتي او حکومتي ودانیو بریدونه وکړل، چې د ځايي چارواکو په وینا ۷ واړه برید کوونکي او یو پولیس وژل شوي، او شپږ کسه ټپیان دي.
  • ۲۰۱۱: اګست ۱۹

    په وسلو سمبالو ځانمرګو برید کوونکو د کابل په زړه کې د برتانیا پر فرهنګي مرکز برید کړی چې د کابل د پولیسو په وینا، د لومړنیو راپورونو له مخې ترې دې مهاله ۱۲ کسه وژل شوي، او ۱۴نور ټپیان دي، چې ډېری یې پولیس دي.
  • ۲۰۱: اګست ۷

    د پروان په څېر طالبانو په کندهار کې هم مهم هوايي ډګر ته څېرمه طالبانو یوځايي ځانمرګی برید کړی. د کندهار امنيتي چارواکو ویلي، په برید کې بهرنیو ځواکونو ته د خصوصي اکمالاتي شرکت 'سپریم' څلور افغان ساتونکي وژل شوي او د درو نیپالیانو په ګډون اته نور ټپیان دي.
  • ۲۰۱: اګست ۷

    د کابل شمال پلو په چاريکارو کې د هغو ځانمرگو بريدونو د قرباناينو شمېره ٢٢ ته رسېدلې چې پرون سهار د پروان د والي پر دفتر ورختلي وو. په دغه بريد کې شپږو ځانمرگو برخه درلوده. يوه يې موټر بم والوزاوه، نور په زور دننه ودانۍ ته ننوتل.
  • ۲۰۱۱: د جون ۲۸

    په کابل کې پر انټر کانټیننټل هوټل ډله ییز برید ۲۲ کسان ووژل
  • ۲۰۱۱:مې ۲۲

    خوست والي عبدالجبار نعيمي په دغه ولایت کې د طالبانو تر کابو لس ساعته ډله ییز برید او مقاومت وروسته خبریالانو ته وویل، برید کوونکو له پوځي یونیفورم په ګټې اخیستو برید وکړ، چې په وینا یې یو ولسي وګړي او پنځه افغان پولیس په کې ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.
  • ۲۰۱۱: فبروي ۱۲

    د کندهار والي وايي چې پر امنیه قومندانۍ د وسله والو طالبانو په ډله ییز برید کې ۱۶ پولیس وژل شوي او د ولسي وګړو په ګډون ګڼ نور ټپیان دي .

طالبانو دا هم ویلي، چې نن سهار یې د لوګر ولایت مرکز پل علم کې د عامه نظم پولیسو پر یوه 'مهم' مرکز موټر بم ځانمرګی برید کړی دی.

کابل

د افغانستان پلازمېنې په زړه کې یو ځانمرګی برید شنډ شو.

رپوټونه وايي، برید کوونکو غوښتل، چې د کابل په زړه کې لوی برید وکړي، خو برید کوونکي د امنیتي ځواکونو تر تعقیب لاندې وو، چې دوه یې له ځان چوولو مخکې په نښه شوي، خو درېیم هغه یې تښتېدلی دی.

د تښتېدلي لټون روان دی.

له برید کوونکو په سیمه کې له چاودېدونکو توکو یو ډک ګاډی هم پاتې شوی دی.

د کابل امنیه قومندانۍ مرستیال محمد داود امیني خبریالانو ته وویل، برید کوونکی د امنیتي کسانو له خوا تر پېژندل کېدا وروسته په ډزو وژل شوی.

ښاغلی امیني زیاتوي، چې لاهم د دغه برید د هدف په اړه دقیق مالومات نه لري.

طالبان ادعا کوي، چې په دغه برید کې ګڼ کسان 'وژل شوي' او مرکز سخت زیانمن شوی دی.

لوګر

د کابل امنیه قومنداني وايي، نه پوهېږي د شنډ شوي برید موخه څوک و.

همدارنګه، نن سهار په لوګر کې هم پر یوې پوستې د موټربم په وسیله ځانمرګی برید شوی، چې یو پولیس په کې وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

برید د پلانکوچ ګاډي په مټ شوی، چې له چاودېدونکو توکو ډک شوی و.

د لوګر ولایت د پولیسو د امنیت مشر رییس خان صادق بي بي سي ته وویل، یوه برید کوونکي خپل ګاډی د پولیسو یوې پوستې ته نژدې چوولی ، چې درې پولیس یې ټپیان کړل، خو یو له ټپونو وروسته ومړ.

ښاغلی صادق وايي، یوه بل ځانوژونکي د برکي برک ولسوالۍ ته نژدې ځان چوولی، چې یوازې بریدګر په کې وژل شوی او یو پولیس یې ټپي کړی دی.

طالبانو ددغو بریدونو مسؤولیت منلی دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .