افغان حکومت د بي بي سي د راپور پلټنه کوي

د خپريدو وخت: 07:01 گرینویچ - دوشنبه 25 فبروري 2013 - 07 کب 1391

په سنګين ولسوالۍ کې افغان پوليس تر ډېره له بهرنېو ځواکونو جلا او په خپلواکه توګه کار کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د بي بي سي د هغه رپوټ په اړه به جدي پلټنې وکړي، چې ویلي وو، په هلمند کې افغان پولیس په جنسي تېریو او فساد کې ښکېل دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي، د افغانستان د پولیسو په لیکو کې اصلاحات روان دي او وايي د ګوتو په شمېر د پولیسو کړنې د دغه هېواد د پولیسو او امنیتي ځواکونو باور ته زیان نه شی رسولی.

کلېکاږل د صدیقي بشپړه مرکه واورﺉ

د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، که د دوی پلټنې دا ومومي چې افغان پولیس په هلمند کې په جنسي تېریو او ځورونو کې ښکېل وي، عاملانو ته به یې سخته سزا ورکړي.

د بي بي سي راپور

د بي بي سي يوې پلټنې د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د افغان پوليسو د ناسم او سپکوونکي چلند شواهد موندلي دي.

پلټنې د وژنو، له کوچنيانو سره ناسم چلند، تښتونې اداري فساد او د پوليسو لخوا د مخدره موادو کارونې شواهد څرګند کړي دي.

په سنګين ولسوالۍ کې افغان پوليس تر ډېره له بهرنیو ځواکونو جلا او په خپلواکه توګه کار کوي او د واک بشپړ لېږد به د مارچ په مياشت کې بشپړ شي.

د افغان پوليسو يوه امريکايي سلاکار ويلي، چې له قاتلانو او د کوچنيانو له ځوروونکو يا بچه بازانو سره یې کار کاوه.

دا شواهد په داسې وخت کې مخې ته راغلي، چې افغان حکومت وايي پوليس او پوځ ېې په ټول هېواد کې په بشپړ ډول د امنيتي مسووليتونو ترلاسه کولو ته چمتو دي.

خو افغان چارواکي دا هم مني چې د پولیسو د بنسټونو په کمزوري کېدو سره د خلکو باور پر دوی کم شوی او د خلکو او پولیسو ترمنځ یې واټن رامنځ ته کړی دی، چې همدې کار دوی اړ ایستي چې یوه طرحه جوړه کړي او په پلي کېدو سره یې تر راتلونکو ۱۰ کلونو شته ستونزې له منځه یوسي.

افغان حکومت تېره اوونۍ اعلان وکړ، لس کلنه طرحه یې جوړه کړې چې ورسره به افغان پولیس په بشپړه توګه ولسي شي.

"د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مجتبی پتنګ تېر ډسمبر کې د دغه هېواد د مشرانو جرګې غړو د نیوکو په ځواب کې دا ومنله چې د دغه هېواد پولیس تر اوسه ملي نه دي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزرات وايي په پولیسو کې د روڼوالي، له اداري فساد سره د مبارزې او د خلکو د مرستو جلبول د دغې طرحې عمده موضوعات دي.

بل لور ته د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مجتبی پتنګ تېر ډسمبر کې د دغه هېواد د مشرانو جرګې غړو د نیوکو په ځواب کې دا ومنله چې د دغه هېواد پولیس تر اوسه ملي نه دي او په خبره یې د پولیسو سیمه ییز او سیاسي جوړښت په هېواد کې د ناامنیو د ډېرېدو یو لامل دی.

نوموړي د پولیسو په لیکو کې د اداري فساد شتون هم ومانه او زیاته یې کړه، چې همدغه کار په هېواد کې د امنیتي وضعې د خرابوالي یو لامل دی.

ښاغلي پتنګ وویل، چې ده د دغې ستونزې د اوارولو لپاره کار پیل کړی او په پام کې لري، چې پولیس په خپلو اړوندو سیمو او ولایتونو کې په دندو و نه ګوماري.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .