سالنګ لار د ترافیک پر مخ بیا تړل شوې

د خپريدو وخت: 10:34 گرینویچ - سه شنبه 26 فبروري 2013 - 08 کب 1391

دغه تونل د افغانستان ۹ شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي.

د درنو واورو ورېدو له امله د افغانستان د پلازمېنې کابل او د هېواد د شمالي برخو تر منځ ځمکنۍ اړېکه پرې شوې ده.

د افغانستان د فواید عامه وزارت چارواکي وايي هره ورځ له اوو زرو تر ۱۰ زرو پورې ګاډي په دې لاره تګ راتګ کوي.

د سالنګ تونل د ساتنې مسوول جنرال رجب بي بي سي ته وویل، واوره له پرونه راهیسې اوري او نن سهار د فبرورۍ ۲۶ ګهیځ څلور بجې دغه لار د ترافیک پر مخ وتړله شوه.

د نوموړي په وینا که د هوا حالات همداسې دوام وکړي، ښايي تر راتلونکو ۴۰ ساعتونو پورې لار تړلې پاتې شي.

د سالنګونو د ساتنې مشر وايي، په دغه لار تلونکي مساپر یې په خوندې ځایونو کې ځای پر ځای کړي او کوم ګواښ ورته متوجه نه دی.

واوره له پرونه راهیسې اوري او نن سهار دغه لار د ترافیک پر مخ وتړله شوه. جنرال رجب

درې کاله مخکې د ۱۳۸۸ کال د سلواغې په ۱۹ د سالنګ په جنوبي برخه کې سخت واورین توپان راغی او د واورو ښوېدو له امله ۱۹۰ کسان ووژل شول. په هغه پېښه کې ۲۰۰ کسان ټپیان شول.

نژدې درې اوونۍ مخکې هم په دغه سیمه کې د درنو واورو ورېدو له امله تر دوو ورځو پورې یاده لار تړلې وه.

د سالنګ تونل، چې ۲ اعشاریه اووه کیلومتره اوږدوالی لري د هندوکش غرونو په لړۍ کې له بحر نه ۳۴۰۰ متره جګوالی لري د شوروي اتحاد لخوا جوړ شوی.

دغه تونل د افغانستان ۹ شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .