کابل کې ۱۴ نوي بلاکونه جوړېږي

د خپريدو وخت: 14:20 گرینویچ - سه شنبه 26 فبروري 2013 - 08 کب 1391

کابل ښاروالي وايي، د مېنو د ډېرېدو له کبله په دغه ښار کې د کورونو په بیو کې کابو ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی.

د افغانستان د ښار جوړونې وزارت له یوه ترکي شرکت سره د استوګنې د ۱۴بلاکونو جوړولو تړون وکړ.

د ښار جوړونې وزرات وايي، په دغه پروژه به ۷۰ میلیونه ډالر لګښت راځي او د یوه کال په موده کې به د جوړېدو د چارو تر بشپړېدو وروسته پېرودونکو ته وړاندې شي.

کابل ښاروالي وايي، د مېنو د ډېرېدو له کبله په دغه ښار کې د کورونو په بیو کې کابو ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی.

په افغانستان کې د ترکیې شرکتونه اوس د کور جوړولو په بازار کې هم ونډه اخلي.

د افغانستان د ښار جوړونې وزارت له یوه ترکي شرکت سره د اوسېدو د ۱۴ بلاکونو تړون لاسلیک کړ.

د ښار جوړونې وزیر حسن عبداللهی د یاد تړون د لاسلیکولو په مراسمو کې وویل، دغه مېشت ځایونه به په یوه کال کې بشپړ شي او د قسطونو په بڼه به پېرودونکو ته وړاندې شي.

په تېرو لسو کلونو کې ترکي شرکتونو په بېلا بېلو برخو کې کارونه کړي دي.ترکي شرکتونو په افغانستان کې له سړک جوړونې نیولې، تر هوايي چلنده په بېلا بېلو برخو کې پانګونه کړې ده.

د هغه شرکت مسولین چې دغه تړون ورسره شوی، وايي د کور جوړونې د هغې تکنالوژۍ پر مټ به چې په ترکیه کې ترې کار اخیستل کېږي، په هرو دریو ورځو کې د دغو ۱۵پوړیزو بلاکونو یو منزل جوړوي.

"د تونلي قالبونو سیستم یو داسې سیستم دی، چې پر مټ یې په هرو دریو ورځو کې د یوې ودانۍ یو پوړ پورته کېږي. هم ژر جوړېږي، هم د زلزلې پر وړاندې پیاوړی مقاومت کوي او ډېر کانکرېټ او سیخ په کې کارول کېږي."

د کابل ښاروالي وايي، له څه مودې راهیسې په دغه ښار کې د استوګنې د مېنو او اپارتمانونو له جوړېدو سره د کورونو په بیو کې کابو ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی.

خو په کابل کې د جایدادونو کاروباریان له ۲۰۱۴ کال وروسته مهال په اړه اندېښنې د بیو د ټیټېدو او د دوی د کاروبار د خرابېدو لامل بولي.

په همدې ډول تر اوسه په افغانستان کې خلک د اپارتمانونو له ژوند سره پوره روږدي شوي هم نه دي. ډېر خلک غواړي چې په انګړ لرونکو کورونو کې ژوند وکړي.

د ښاروالۍ د چارواکو په خبره، د کابل ښار د ۵۰۰ زره اوسېدونکو لپاره جوړ شوی دی.

خو په تېره لسیزه کې د افغانستان د نورو ښارونو په پرتله په دغه ښار کې د هېواد له نورو برخو او له هېواده دباندې ډېر راغلي افغانان دلته مېشت شوي دي.

ویل کېږي، چې اوس مهال د دغه ښار د اوسېدونکو شمېر تر پنځو میلیونو اوښتی دی.

په همدې حال کې د وګړو د ډېرېدو سره سم د کابل ښار هم پراخ شوی دی.

کابل ښاروالي وايي، په دغه اداره کې شاوخوا ۱۳ د استوګنې مېنې ثبتې شوې دي.

خو له ښار جوړونې وزارت سره ثبتې شوې مېنې او هغه چې په خپل سر جوړ شوي تر دغې شمېرې نور هم زیات دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .