د افغان ملي ژبو د لهجو خوندي ساتلو سپارښتنه شوې

د خپريدو وخت: 16:27 گرینویچ - سه شنبه 26 فبروري 2013 - 08 کب 1391

د اطلاعاتو او کولتور مرستيال وزير مبارز راشدي بي بي سي ته وویل له غږیزو او تصويري رسنيو يې غوښتي چې د خپرونو لپاره داسې کسان وګوماري چې په ملي ژبو معیاري خبرې وکولی شي.

د افغانستان د وزيرانو شورا د اطلاعاتو کولتور، پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو ته دنده سپارلې چې د ملي ژبو لهجه (تون) او هويت خوندي او بېرته را ژوندی کړي.

د کابينې د غونډې پر بنسټ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته سپارښتنه شوې د هغو رسنیو مخه ونيسي چې نا اشنا کلمې او پردۍ لهجې کاروي.

د اطلاعاتو وزارت هم مني چې ځینې رسنۍ دغه ستونزې لري، او دوی يې د هوارولو په لټه کې دي.

له تېرې يوې لسيزې را په دې خوا په پښتو او دري ژبو کې د پرديو اصطلاحاتو او کلمو داخلېدل د افغانستان د اطلاعاتو او کولتور وزارت او فرهنګي ټولنو ترمنځ د بحث وړ موضوع ده.

افغان ولسمشر حامد کرزي شپږ مياشتې وړاندې د یوه فرمان په صادرولو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته دنده وسپارله چې د هېواد د ملي ژبو د پياوړتيا لپاره لاس په کار شي.

اوس دغه اندېښنه ان د وزيرانو په شورا کې مطرح شوې او کابينې په خپله وروستۍ غونډه کې يو ځلې بيا د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت ټينګار کړی چې دغه موضوع وڅاري.

وزارت ته لارښوونه شوې، د هغو رسنيو مخه ونیسي چې په خپلو خپرونو کې له پرديو کلمو او لهجو کار اخلي.

د اطلاعاتو او کولتور مرستيال وزير مبارز راشدي بي بي سي ته وویل له غږیزو او تصويري رسنيو يې غوښتي چې د خپرونو لپاره داسې کسان وګوماري چې په ملي ژبو معیاري خبرې وکولی شي.

"موږ له رسنيو غواړو په خپلو هغو رسمي خپرونو کې چې ډېر ليدونکي لري په ځانګړي ډول په خبري سروېسونو کې هغه کسان وګوماري چې، د افغانستان د ملي ژبو له لهجو سره بلد وي. دا د افغانستان حق دی چې خپلې ژبې هم د اصطلاحاتو او هم د لهجې له اړخه سمې کړي."

اوس مهال په افغانستان کې داسې رسنۍ شته چې د ايران او پاکستان په ګډون د ګاونډيو هېوادنو په لهجې خپرونې کوي.

دغه رسنۍ آن هغه اصطلاحات او کلمې کاروي چې د ډېری افغانانو لپاره د پوهېدو وړ نه دي او تر ډېره په ګاونډيو هېوادونو کې کارول کېږي.

وزارت له رسنيو وغوښتل چې د پرديو لهجو له کارولو ډډه وکړي، خو وايي هغه رسنۍ چې په ولايتونو کې فعاليت کوي کولی شي د خپلو مخاطبانو په لهجو خپرونې وکړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .