د تېرې لسیزې افغاني بانک والي بریالۍ ''نه وه''

د خپريدو وخت: 12:07 گرینویچ - چارشنبه 27 فبروري 2013 - 09 کب 1391

د دې ارزونې پایلې به د حکومت اقتصادي شورا ته وړاندې کېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، په تېره یوه لسیزه کې د دغه هېواد بانک والي د صنعت د کمزوري مدیریت او څارنې له کبله بریالۍ نه وه.

نن (چارشنبه/فبروري ۲۷) په کابل کې د یو شمېر خصوصي بانکونو چلوونکي او پانګه وال د خپلو تېرو اقتصادي فعالیتونو د ارزونې په هدف جرګه شوي وو.

(د افغانستان بانک) وايي، ددغې ارزونې د پایلو له مخې به د راتلونکې یوې لسیزې د بانک ولۍ د فعالیتونو په مهارولو کې ګټه واخلي.

په افغانستان کې دا مهال اوولس بانکونه فعالیت کوي، چې ۱۴ یې خصوصي دي.

په ۲۰۰۱ کال د طالبانو د رژيم له ړنګېدا وروسته، افغانستان د لومړي ځل لپاره د خصوصي بانکدارۍ شاهد و.

له ۱۳۸۳ هجري لمریز کال راهیسې په تېرو اوو کلونو کې د خصوصي بانکونو په سکتور کې څلور اعشاریه پنځه میلیارد ډالر پانګونه شوې ده.

مخ پر ځوړ

خو نژدې دوه کاله مخکې د کابل بانک مخ پر ځوړ حالت د هېواد نورو خصوصي بانکونو ته هم د خطر زنګ شو.

په دغه بانک کې د خلکو نژدې یو میلیارد ډالر پانګه د بانک د چلوونکو د فساد په پایله کې ورک شول.

خو اوس د یوولسو کلونو په تېرېدا سره، افغانستان کې عصري بانکداري پر پښو درېدلې ده.

راغونډ شوي پانګه وال هڅه کوي، چې د افغانستان د راتلونکې بانکدارۍ په اړه خپلې لاسته راوړنې او ستونزې له یو بل سره شریکې کړي .

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې رییس قربان حقجو وايي، په بانکونو کې د بې تجربې نشتوالی او ناسم مدیریت د کابل بانک د سقوط لامل شو، او بانک ولۍ باور له لاسه ورکړ:

''نه حکومت په بانک ولۍ کې کافي تجربه لرله او نه هم خصوصي سکتور، دا ټول ددې لامل شول، چې له ټولو د مدیریت لاره ورکه شي، تر ټولو مهمه دا وه، چې د خصوصي بانکونو پر اجراتو او د پور د ورکړې په برخه کې د مرکزي بانک څارنه نه وه''.

"تېر لس کاله د افغانستان د بانکي سیستم لپاره ډېر نه دي، لاهم بانکي قوانین بیا کتنې ته اړتیا لري"

نورالله دلاوري

په ۲۰۱۴ کال کې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د ممکنه ناامنیو ډېرېدل د پانګه والو پر وړاندې لویه ستونزه ګڼل کېږي.

بل خوا، په سیاست کې د بانکونو د چلوونکو او چارواکو ښېکلتیا هم ددې سبب ګرځي، چې د خپلو بانکونو باور بایلي.

خو د افغانستان بانک رییس نورالله دلاوري وايي، د باور بېرته ترلاسه کولو لپاره باید د قانکدارۍ قوانین له سره وکتل شي او افغانستان کې د بانکدارۍ د وضعیت دقیقه ارزونه وشي:

''تېر لس کاله د افغانستان د بانکي سیستم لپاره ډېر نه دي، لاهم بانکي قوانین بیا کتنې ته اړتیا لري''.

په پام کې ده، چې ددغې ارزونې پایلې د افغانستان د حکومت اقتصادي شورا ته وړندې شي.

د بانک والۍ چلوونکي وايي، تمه لري، چې حکومت یې لاسنیوی وکړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .