''پاکستان خپل بندیان غواړي، خو زموږ نه راکوي''

د خپريدو وخت: 07:15 گرینویچ - چارشنبه 27 فبروري 2013 - 09 کب 1391
داودزی

عمر داودزي ویلي: ''موږ ډاډه نه یو، چې ایا مولوي فقیر محمد له موږ سره شته او که نه''.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عمر داودزي ویلي،پاکستان خو له افغانستانه خپل طالب بندیان غواړي، خو افغانستان ته له طالب بندیان سپارلو څخه په دې دلیل انکاري دي، چې افغانستان سره یې د بندیانو د سپارلو کوم تړون نه شته.

افغان سفیر دا څرګندونې په داسې وخت کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پاکستاني طالبانو د یوه مشر مولوي فقیر محمد پر سرلانجه پیدا شوې چې د راپورونو ترمخه د افغانستان په ختيځ کې نیول شوی دی.

افغانستان تر دې وخته په رسمې توګه د مولوي فقیر د نیولو راپورونه تایید کړي نه دي.

خو عمر داودزي هم وویل د نیولو شوو کسانو د پېژندګلوي بهیر دوام لري.

عمر داودزي اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې پاکستان ورته افغان طالبان نه دي ورکړي او دا چې دا دوه طرفه خبره ده.

هغه زیاته کړه چې پاکستان پخپله وایي چې دوه اړخیزه موافقه نه شته او چې ملا برادر نه راکوي نو مولوي فقیر به هم پاتې وې که چېرې له افغانستان سره وي.

"مولوي فقیر په باجوړ کې د طالبانو مشر او د پاکستاني طالبانو د تحریک مرستیال هم پاتې شوی، چې وروسته حکومت سره د خبرو په شک د تحریک د مرستیال له دندې ګوښه کړای شوی و. "

عمر داودزي وویل ''موږ له نه یو مطمين چې مولوي فقیر موږسره دی. موږ څه کسان نیولي دي او هغوی کې تحقیق روان دي. دا څه اسانه خبره نه ده. دا ثابته نه ده هغه خلک چې موږ نیولي، په هغوی کې مولوي فقیر محمد شته''.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د بهرنو چارو د وزارت ویاند معظم خان د پنجشبې په ورځ اسلام اباد کې خبري ناستې ته ویلي وو چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول د تیلیفون له لارې د پاکستان د باندنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر ته د مولوي فقیر نیول تایید کړي وو.

د پاکستان د کورنو چارو وزیر رحمن ملک هم دا خبرداری ورکړی و، چې اسلام اباد به د مولوي فقیر سپارلو لپاره نړیوال پولیس یا انترپول ته رجوع وکړي.

مولوي فقیر په باجوړ کې د طالبانو مشر او د پاکستاني طالبانو د تحریک مرستیال هم پاتې شوی، چې وروسته حکومت سره د خبرو په شک د تحریک د مرستیال له دندې ګوښه کړای شوی و.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .