"ناټو د وردګو پر شکايتونو ګډ کار ته ژمنه شوه"

د خپريدو وخت: 18:40 گرینویچ - چارشنبه 27 فبروري 2013 - 09 کب 1391

د وردګو ولایت اوسېدونکو له څه وخت راهیسې ادعا کوله چې د سپیشل فورس په نامه ځواکونه یې د شپې پر مهال کورونه پلټي، ځوروي یې او ستونزې ورته جوړوي.

افغان ولسمشر حامد کرزي او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جوزف ډانفورډ د وردګو ولایت د اوسېدونکو د شکایتونو په اړه سره خبرې کړي.

ښاغلي ډانفورډ په دغو خبرو کې یو ځل بیا د ټیکاو په راوستو او د ولسي وګړو پر ژغورنې ټینګار کړی دی.

په دغه ناسته کې ولسمشر کرزي او جنرال ډانفورډ هوکړه کړې چې د وردګو د اوسېدونکو د شکایتونو په اړه به په ګډه کار کوي.

په افغانستان کې د دېره نړیوالو سوله ساتو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جوزف ډانفورډ ولسمشر کرزي ته ورغلی او له هغه سره یې د وردګو د اوسېدونکو د شکایتونو په اړه خبرې کړي دي.

درې ورځې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت شورا هغه امریکايي ځواکونو ته چې د سپیشل فورس یا ځانګړي ځواکونو تر نوم لاندې په وردګو کې فعالیت کوي، دوه اوونۍ وخت ورکړ چې له دغه ولایته ووځي.

دغه ځواکونه خلکو سره په بد چلند، تښتونو او ان وژنو تورن دي.

ولسمشر کرزي او جنرال ډانفورډ هوکړه کړې چې د وردګو ولایت د اوسېدونکو د شکایتونو په اړه به په ګډه کار کوي.

د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان په دغه لیدنه کې د امنیت په ټینګښت او د ولسي وګړو پر ژغورنې یو ځل بیا ټینګار کړی دی.

جنرال ډانفورډ ویلي ټاکل شوې د ناټو ځواکونو لوړپوړي چارواکي د وردګو له چارواکو سره د دغو ادعاوو د څرنګوالي په اړه خبرې اترې وکړي.

د وردګو ولایت اوسېدونکو له څه وخت راهیسې ادعا کوله چې د سپیشل فورس په نامه ځواکونه یې د شپې پر مهال کورونه پلټي، ځوروي یې او ستونزې ورته جوړوي.

د وردګو والي مجید خان خوګياڼي وال وړاندې ویلي و چې ځانګړي امریکایي ځواکونه د خلکو د وژنو او تښتونو لامل شوي دي.

خو ناټو بیا په دې اړه ویلي و داسې شواهد یې نه دي ترلاسه کړي چې دغه ادعاوې ثابتې کړي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شپنيز عملیات له څو کلونو راهیسي د افغان حکومت او امریکايي ځواکونو ترمنځ پر یوې جنجالي موضوع بدله شوې.

افغان ولسمشر په وار وار ویلي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له خوا شپنيز عملیات ورته د منلو وړ نه دي.

خو امریکايي ځواکونه بیا تل له دې ډول عملیاتو دفاع کوي او وايي شپني عملیات د مخالفو وسله والو د مشرانو د وژنې او نیونې لپاره اغېزناکه لار ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .