افغانستان لپاره له کوکنارو ځان خلاصول ولې ګرانه ده

د خپريدو وخت: 14:35 گرینویچ - چارشنبه 27 فبروري 2013 - 09 کب 1391

د تریاکو لوړې بیې خلک دې بوټي کرلو ته هڅوي.

بي بي سي موندلې چې په افغانستان کې د کوکنارو د لګښت ختمولو له جدي هڅو سره سره په ځینو هغو ولایتونو کې چې له کوکنارو پاک ګڼل شوي وو، یو شمېر کروند ګرو يې اوس بېرته د کوکنار کرلو ته مخه کړې ده.

افغانستان له ډېرو کلونو راهیسې په نړۍ کې تر ټولو ډېر تریاک تولیدوي چې هېروین ترې جوړېږي او زیاتره يې ایران، روسیې، او اروپا ته قاچاق کېږي.

د ناټو په مشرۍ نړیوال سوله ساتي ځواکونو، افغان حکومت او ملګري ملتونو هڅو یو څه نتیجه ورکړې چې کروند ګر د کوکنارو له کر څخه را وګرځوي. خو کروندګر وايي د تریاکو لوړې بیې ورته ګرانه کړې چې له دې کښته لاس واخلي.

ګروند ګر یوه به ګیله هم لري. که څه هم نړیوالې ټولنې او افغان حکومت د کوکنارو د کښت اړولو پروګرامونه پیل کړل خو ډېر ګروندګر وايي دوی ته د ښو تخمونو، سرې ورکورولو او بیا رغاونې پروژو د تر سره کولواو د متبادل کار روزګار موندلو په لړ کې له دوی سره شوې ژمنې نه دي پوره شوي.

د نشه یي توکو او جرایمو ضد د ملګرو ملتونو ادارې (UNODC) د ۲۰۱۲ کال رپوټ وايي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښتونو اړولو د سخت کمپاین سره سره په نوموړي هېواد کې تېر کال د کوکنارو کښت په سلو کې ۱۸ ډېر وو.

په ۲۰۱۲ کال کې پر ۱۵۴۵۰۰ هېکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي و خو په ۲۰۱۱ کال کې دا کچه ۱۳۱۰۰۰ هېکتاره وه.

د ملګرو ملتونو په دغه رپوټ کې یو ښه خبر دا دی چې تېر کال د تریاکو تولید ۳۶٪ لږ و. په ۲۰۱۱ کال کې نژدې ۶۵۰۰ ټنه تریاک تولید شوي و خو په ۲۰۱۲ کال کې دا کچه شاوخوا ۳۷۰۰ ټنه ته را ټیټه شوه.

خو کارپوهان وايي د تریاکو د کچې ټيټوالي سبب دا و چې تېر کال د هېواد په یو شمېر برخو کې موسم خراب و او د کوکنارو په بوټو مرض ولګېد.

ډېره ګټه

د کروندګرو یو عمومي شکایت دا و چې دودیز قانوني فصلونو نه کافي پېسې نه جوړېږي.

د هلمند د ناد علي ولسوالۍ یو کروندګر ګل احمد وايي که چېرې "موږ غنم وکرو نو دا به موږ ته یوازې ډوډۍ راکړي خو کالي، ډاکتر او نور شیان له کومه کړو؟ د غنمو کښت خو یوازې د ځمکې څخه د اوبو را ایستلو لپاره د ماشین د تېلو پیسې هم نه جوړوي؟"

یو شمېر هغه کروندګر چې د کوکنارو پر ځای د نورو دودیزو کښتونو لکه مالوچ (پنبه) کرل يې پیل کړي وو شکایت کوي چې د دغو فصلونو بيې را ټيټې شوي او په هېواد کې دننه او بهر مارکېټ نه لري.

د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ یو کروندګر نورالدین وايي: "ما تېر کال پنبه کرلې وه، خو د تېر کال په پرتله يې اوس بیه نیمايي ته را لوېدلې ده."

افغان حکومت وايي په ۲۰۱۱ کال کې نژدې ۲۰۰ زره خلکو خپل عواید د نشه يي موادو په ځانګړي توګه کوکنار کرلو له لارې تر لاسه کړي. خو د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۲ کال رپوټ وايي:

"په سروې شویو کلو کې یوازې ۳۰٪ بزګرو د تخمونو، سرې او اوبه خور د سیستم د جوړولو په لړ کې مرستې تر لاسه کړې وې."

د افغان حکومت د نشه يي موادو ضد تګلارې په لړ کې د (فوډ زون) یا خوراکي ساحو پروګرام پیل شوی چې مشري يې والیان کوي او له مخې يې له ګروندګرو سره د تخمونو او سرې مرسته هم کېږي.

خو والیان عمومآ شکایت کوي چې نړیواله ټولنه له دوی سره سمه همکاري نه کوي چې له کروندګرو سره مرسته وکړي او کړې ژمنه پر ځای کړي. ننګرهار په ۲۰۰۸ کال کې د کوکنارو پاک ګڼل شوی و خو وروسته بېرته کښت په کې ډېر شو.

د همدې ولایت یو کروندګر رحمان ګل وايي: "زه یوه کوچنۍ ټوټه ځمکه لرم چې زما د ګټې یوازینۍ منبع ده. که چېرې زه د کوکنارو پرته بل څه وکرم نو زما د کورنۍ د یوه کال خوراکه به هم جوړه نه کړي."

د افغانستان د نشه يي موادو ضد وزارت مرستیال رشید شېرزاد وايي: "له ډېرو کروندګرو سره مرسته شوې او د بیا رغاونې پر یو شمېر پروژو په سلګونه میلیونه ډالر لګول شوي دي. خو زموږ سره د نړیوالې ټولنې مرستې کافي نه دي او پېسې باید افغان حکومت له لارې ولګول شي."

د وروستیو رسمي شمېرو له مخې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې په ۱۷ کې تر ۱۰۰ هېکتاره لږه ځمکه باندې کوکنار کرل شوي او دایمي له کوکنارو پاک ګڼل کېږي.

بزګر هغه وخت دا کښت پرېږدي چې د دولت فشار پرې وي.

خو دغه دریځ هم بدلېږي ځکه په ۲۰۱۲ کال کې غور ولایت له کوکنارو پاک حیثیت وبایله او فاریاب چې دغه دریځ يې مخکې بایللی و بېرته تر لاسه کړ.

ځینې وختونه کروندګر هغه مهال د کوکنارو کښت پرېږدي چې د حکومت تر فشار لاندې وي او یا هم د مرستو او بیا رغاونې پروژو ژمنمې ورسره وشي. خو چې کله د حکومت کنټرول کمزوری شي او یا هم نور کښتونه ډېره ګټه نه ورته راوړي نو ځینې کروندګر بېرته د کوکنارو کر ته مخه کړي.

چرس او زعفران

په بلخ کې چې په رسمي توګه له کوکنارو پاک بلل شوی، یو شمېر کروندګرو په ځانګري توګه چمتال او چاربولک ولسوالیو کې سږ کال بېرته کوکنار کرل پيل کړي دي.

د چمتال ولسوالۍ مولا داد وايي "ما په تېرو دوو کلونو کې کوکنار نه دي کرلي خو زما سره هېچ چا د تخمونو یا بل ډول مرسته نه دې کړې. موږ ټولو تېر کال پنبه کرلې وه خو بازار ورته نه شته او موږ ټولو په خپلو کورونو کې ایښې ده."

افغان چارواکي دغه خبرې په همدې ډول نه مني. حکومت په ۲۰۱۲ کال کې د کوکنارو د کښتونو د اړولو ډېر جدي کمپاین وکړ او په بې ساري توګه يې د کوکنارو نژدې ۱۰ هېکتاره کښتونه خراب کړل.

د بلخ د مخدره موادو ضد ریاست مشر رحیم رحمان اوغلي وايي "موږ داسې رپوټونه نه لرو چې په بلخ کې په پراخه کچه کوکنار کرل شوي دي. تېر کال هم په ځینو لرو او نا امنو سیمو کې ځینو کروندګرو کوکنار کرلي و خو موږ يې کښتونه خراب کړل."

خو د بلخ په ګډون په ځینو نورو ولایتونو کې د کوکنارو پر ځای چرس کرل شوي دي. د چرسو کرل او تولید کله کله تر تریاکو هم ډېرې پېسې راوړي.

په اوسنیو کلونو کې په ځینو ولایتونو کې د زعفران کښت هم پیل شوی دی. د کندهار د دامان ولسوالۍ یو بزګر رحمت الله وايي: "موږ له تېرو دوو کلونو راهیسې زعفران کرو چې په د تریاکو په اندازه ګټه لري. خو حکومت باید زموږ د قانوني کښتونو لپاره بازارونه پیدا کړي."

خطرناک کار

د ملګرو ملتونو او افغان حکومت شمېرې ښيي چې په ۲۰۱۲ ال کې د کوکنارو زیاتره کښت ۹۵٪ د هېواد په لوېديځ او سوېلي ولایتونو کې و.

په هلمند ولایت کې چې زرګونه برتانوي او امریکايي پوځيان په کې مېشت دي، بیا هم تر ټولو ډېر تریاک تولید شول او د ټول هېواد د کوکنارو نژدې نیم کښت هم دلته شوی و.

طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال د ۲۰۰۰ کال په دوبي کې د کوکنارو پر کرولو بندیز ولګاوه خو په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا د پوځي یرغل په پایله کې تر لرې کېدو وروسته د راپورونو سره سم، دوی ځینې کروندګر وهڅول چې کوکنار وکري او د هغوی کښتونه يې له حکومتي او ناټو ځواکونو وژغورل."

افغان چارواکي وايي طالبان په هغو سیمو کې چې دوی نفوذ په کې لري د کوکنارو له کروندګرو او نشه يي موادو له تولیدوونکو هر کال څه باندې ۱۰۰ میلیونه ډالر تر لاسه کوي.

د دې مانا دا ده چې د کوکنارو اړول هم له خطره ډک کار دی. رسمي شمېرې ښيي په ۲۰۱۲ کال کې د کوکنارو د اړولو کمپاین پر مهال د کروندګرو، قاچاقبرانو او وسله والو مخالفینو د بریدونو له کبله ۱۰۲ افغان پولیس، پوځیان او ملکي کسان وژل شوي او ۱۲۷ نور ژوبل شوي دي.

د کوکنارو ځینې کروندګر د خپلو کښتونو د ساتلونو لپاره وسله را اخلي او وايي دوی حکومت نه پرېږدي چې د ګټې یوازینۍ منبع يې ور ړنګه کړي.

د ننګرهار د شېرزاد ولسوالۍ یو کروندګر حاجي منیب وايي: "موږ غریب او مجبوره خلک یو. که چېرې حکومت زموږ سره مرسته نه شي کولی او کار نه را کوي نو بیا باید زموږ کښتونه هم خراب نه کړي."

په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې ښکېلتیا په ورو ورو لږېږي. خو داسې ښکاري چې په هېواد کې به د نشه يي توکو ستونزه تر را روانو ډېرو کلونو پورې پاتې وي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .