افغانستان: نړیوال بانک روغتیا په برخه کې مرسته کړې

د خپريدو وخت: 13:37 گرینویچ - جمعه 01 مارچ 2013 - 11 کب 1391

نړیوال بانک افغان حکومت ته د روغتيايي اساسي خدمتونو لپاره د شاوخوا ۱۰۰ میلیونو ډالرو بلاعوضه مرستو اعلان کړی.

د افغانستان د روغتیا وزارت وايي د نړیوال بانک او اروپايي ټولنې د وروستیو مرستو لپاره یې خپل لومړیتوبونه په ګوته کړي دي.

نړیوال بانک افغان حکومت ته د روغتيايي اساسي خدمتونو او د روغتونونو د بنسټیزو خدمتونو لپاره د شاوخوا ۱۰۰ میلیونو ډالرو بلاعوضه مرستو اعلان کړی دی. افغان چارواکي وايي دغه مرستې به د افغان حکومت له لارې ولګول شي.

دغه ۱۰۰ میلیونه ډالره بلاعوضه مرستې د روغتیا پروګرام له لارې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو په برخه کې لګول کېږي. نړیوال بانک ددغې مرستې موخه د روغتیا په چارو کې د افغان حکومت د هڅو ملاتړ بللی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزرات ویاند کنشکا ترکستاني وايي دوی هم له وړاندې ددغو مرستو لپاره خپل لومړیتوبونه په ګوته کړي دي او زیاتوي چې دغه مرستې به خپله د افغان حکومت له خوا لګول کېږي:

"دوه موضوعات دلته ډېر په لومړیتوب کې راځي، لومړی روغتیايي خدمتونه او بل د روغتیا سکتور د سستم پراختیا ده. چې په دې کې د روغتونونو پراختیا، د درملو او لابراتوار د کیفیت لوړول، له ایدز سره مبارزه، د رواني ناروغیو درملنه او ګڼې نور برخې شاملې دي."

یو شمېر افغانان وايي د افغانستان د روغتیا له برخې سره د میلیونونو ډالرو له مرستو سره سره لا هم خلکو ته اړینې روغتیايي مرستې نه رسېږي او ځینې خلک مجبوره کېږي چې خپل ناروغان د درملنې لپاره نورو هېوادونو ته یوسي.

"د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره د سلګونو میلیونونو ډالرو له مرستو سره سره لا اوس هم ګڼ شمېر افغانان بشپړو روغتیايي اسانتیاوو ته لاس رسی نه لري."

نړیوال بانک له ۲۰۰۳ کال را هیسې له افغانستان سره د روغتیا په برخې کې څه باندې ۳۰۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

دغه بانک ویلي د روغتیا له پروژې سره چې پنځه کلنه پروژه ده او د افغانستان په شاوخوا ۲۲ ولایتونو کې یې چارې پر مخ ځي په راتلونکې کې هم د دغه بانک او اروپايي ټولنې له خوا ۲۷۰ میلیونه ډالره نورې مرستې وشي.

د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره د سلګونو میلیونونو ډالرو له مرستو سره سره لا اوس هم ګڼ شمېر افغانان بشپړو روغتیايي اسانتیاوو ته لاس رسی نه لري.

په لېرې پرتو سیمو کې لږ روغتیايي اسانتیاوې لیدل کېږي او تر پنځو کلونو د ټیټ عمر ماشومانو مړینه لا هم په نړیواله کچه لوړه بلل کېږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .