افغان سوداګر د ښاري خدمتونو ټکس نه مني

د خپريدو وخت: 13:15 گرینویچ - شنبه‬ 02 مارچ 2013 - 12 کب 1391

دغه چلوونکي وايي، د ښاري خدمتونو په نامه د ټکس اخيستنه د افغان ولسمشر له خوا معاف شوې وه.

د کابل په ختيځه دروازه د څرخي پله په سيمه کې د افغان سوداگرو پر مالونو بار لسگونه گاډي د کابل ښاروالۍ له لورې د ښاري خدمتونو په نامه د ټکس اخيستلو په اعتراض کې ولاړ پاتې دي.

په سوداگريزو توکو بار لسگونه لارى ولاړې دي او چلونکي يې وايي تر هغې پورې به د کابل ښار ته د ننه نه شي چې پر دغو توکو د ښاروالۍ له لورې لگول شوى ټکس له منځه نه وي تللى:

''درېیمه ورځ ده، چې دلته ولاړ یو، او د ښاروالۍ کسان مو مخکې نه پرېږدي.''

افغان سوداگر وايي چې دوى د ټولوړ واردېدونکو توکو ماليه پرې کوي او په وينا يې د ښارواليو له خوا د ښاري ټکس په نامه د پيسو اخيستنه قانوني بڼه نه لري.

د گل احمد په نامه يو سوداگر وايي تر هغې پورې به خپل وارد شوي توکي کابل ښار ته نه وړي چې د ښاروال ټکس پرې لرې کړاى شوى نه وي:

ناقانونه

"هغه سوداګریز توکي لېږدوونکي ګاډي، چې راځي، سوداګر خو پخپله ورسره نه راځي، مخکې هم داسې و، داسې پرېکړه شوې وه، چې صفر اعشاریه پنځه ویشت فیصده په محصول کې زیاتوالی راشي."

یونس نواندیش

''تر هغو پورې چې دولت پرېکړه ونه کړي، موږ به دغه ګاډي خوشي نه کړو، ښاروالي ناقانونه کار کوي. په دروازو کې موږ ټکس نه ورکوو.''

د سوداگرۍ او صنايعو خونه هم د سوداگرو اعتراض پر ځاى گڼي او وايي که چېرته دغه څه لرې نه شي، نو د سوداگرو اعتراضونه به روان پاتې وي.

د دغې خونې مرستيال خان جان الکوزى وايي که چيرته د دغو اعتراضونو لړى نوره هم پسې غځيږي ښايي پر سوداگريزو چارو هم اغېز پرې باسي:

''دولت چې دغه ټکس وضعه کوي، قیمتي ورسره راځي، موږ ددې قیمتۍ مسؤول نه یو، بلکې دولت مسؤول دی. تکس باید هومره لوړ شي، چې پر خلکو فشار نه وي، پر یوه بوجۍ اوړوچې پنځوس افغانۍ اخیستل کېږي، شل روپۍ پرې مسؤول راځي، څلوېښت روپۍ ښاروالۍ اخلي.''

تر دې د مخه افغان حکومت د ښاري خدمتونو په نامه د دغه ټکس اخيستنه منعه کړې وه، خو ولې يو ځلې بيا دغه لړى بيا له سره پيل شوه.

''درېیمه ورځ ده، چې دلته ولاړ یو، او د ښاروالۍ کسان مو مخکې نه پرېږدي.''

کابل ښاروال محمد يونس نو انديش وايي چې اوس هم د ټولو لاريو ټکس نه اخيستل کيږي، خو په وينا يې له هغو گاډو دغه ټکس اخيستل کيږي چې پنځه ويشت سلنه ماليه يې نه وي پرې کړي:

''هغه سوداګریز توکي لېږدوونکي ګاډي، چې راځي، سوداګر خو پخپله ورسره نه راځي، مخکې هم داسې و، داسې پرېکړه شوې وه، چې صفر اعشاریه پنځه ویشت فیصده په محصول کې زیاتوالی راشي.''

د حکومت او سوداگرو تر منځ دغه کړکېچ داسې مهال راټوکيدلى چې څه موده وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي د اقتصادي شورا په غونډه کې ژمنه کړې وه چې افغان سوداگرو ته به لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .