بشري حقونه: ٪۴۶ افغانان عدالت ته لاسرسی نه لري

د خپريدو وخت: 12:14 گرینویچ - 03 مارچ 2013 - 13 کب 1391
ستره محکمه

ستره محکمه وايي، په ټولو ولسوالیو کې قاضیان لري.

د افغانستان سترې محکمې د هېواد د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون هغه راپور رد کړی، چې وايي عدالت ته د خلکو د لاسرسي کچه په سلو کې ۴۶ راټیټه شوې ده.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پخپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې دا مهال د افغانستان نژدې یو پر څلور ولسوالۍ ابتدایه محکمې او څارنوالۍ نه لري.

دغه راپور، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ۴۵ نمبر فرمان له خپرېدا ټيک شپږ میاشتې وروسته خپور شوی، چې ولسمشر په کې د ښې حکومت ولۍ او د بشري حقونو د وضعیت د ښه کېدو په تړاو خپور کړی و.

خو ستره محکمه وايي، چې اوسمهال د هېواد په ټولو ولسوالیو کې قاضیان په کار بوخت دي.

له ښاغلي عطايي وپوښتل شول، چې ايا په نا امنو ولسواليو په تېره بيا د هلمند ولايت په هغو ولسواليو کې چې دولتي واکمني هلته نه شته، هلته حالت څنگه دى، هغه وويل:

مخامخ

"په رپوټ کې دا هم راغلي چې په ١٧٦ ولسواليو کې بنديخانې نه شته او ټول تورن شوي کسان د پوليسو په شخصي زندانونو کې ساتل کيږي."

''هرڅوک چې په کوڅه او بازار کې یا مسؤول او نا مسؤول بنسټونه داسې خبرې کوي، بې بنسټه دي، دا ستره محکمه ده چې باید ووايي قانون څنګه او چېرته پلی کېږي، زه درته د سترې محکمې د یوه چارواکي په توګه ویلای شم، چې موږ په ټولو ولسوالیو کې قاضیان لرو، ان د هلمند په هغو ولسوالیو کې چې ناامنه دي، موږ قاضیان ګمارلي او خپلې چارې پرمخ بیايي، که د بشري حقونو سازمان دا خبره کوي، را دې شي مخامخ دې موږ ته ووايي چې په کومه ولسوالۍ کې موږ قاضي نه لرو''.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون پخپل نوي خپاره شوي رپوټ کې ويلي چې په دغه هيواد کې عدالت ته د خلکو د لاسرسي کچه ٤٦ سلنه ټيټه شوې ده.

په رپوټ کې راغلي چې دمگړۍ په ٨٦ ولسواليو کې لومړنۍ محکمې نه شه او په ٩٢ نورو ولسواليو کې څارنوالان نه شته.

دغه رپوټ د افغان ولسمشر د ٤٥ گڼې فرمان نه ټيک شپږ مياشتې وزروسته خپرېږي چې له مخې يې د ښې حکومت ولۍ او د بشري حقونو د ښه والي په اړه خپور شوى و.

د بشري حقونو کميسيون د دغه فرمان د هغو برخو څارنه کوله چې د دوى د چارو سره يې تړاو لاره، د دغه کميسيون چارواکي وايي چې د دغه چمتو شوي رپوټ ډيرې برخې ډيرې زړه بوږنوونکې دي.

۵۶ ولسوالۍ

"یوه میاشت وړاندې، په شپږ پنځوس ولسوالیو کې د ناامنیو له کبله قاضیانو کار نه کاوه، ددې مانا دا وه، چې هلته هېڅ دولتي بنسټ فعاله نه و."

ډاکټر عبدالله عطايي

د کميسيون مرستيال فهيم حکيم وايي چې د دوى د تمې خلاف خلک د پخوا په پرتله دا مهال عدالت ته ډير کم لاسرسى لري.

د ولسمشر په ٤٥ گڼه فرمان کې پر دې هم ټينگار شوى و چې په نهو مياشتو کې بايد د افغنستان په ټولو ولسواليو کې عدلي او قضايي څانگې فعاله شي، خو د ښاغلي حکيم په وينا چې لا هم لسگونه داسې ولسوالۍ شته چې هلته لومړنۍ محکمې او څارنوالان نه شته.

خو ښاغلی عطايي وايي، چې د ناامنیو له کبله د ځینو ولسوالیو قضايي چارې یوڅه وخت درېدلې وې:

''یوه میاشت وړاندې، په شپږ پنځوس ولسوالیو کې د ناامنیو له کبله قاضیانو کار نه کاوه، ددې مانا دا وه، چې هلته هېڅ دولتي بنسټ فعاله نه و، خو له یوې میاشتې راهیسې موږ دغو ولسوالیو ته قاضیان استولي، چې د قانون د پلی کولو او عدالت ته د خلکو د لاس رسي لپاره چارې پرمخ بیايي''.

د بشري حقونو د رپوټ له مخې دا مهال د افغانستان په ټولو ولسواليو کې د ښځينه بنديانو لپاره په بند کې د ساتلو اسانتياوې نه شته ، چې په وينا يې تورنې ميرمنې د سيمه ييزو مشرانو او چارواکو په مينو کې ساتل کيږي ، چې وروسته يا خوشې کيږي او يا هم ښارونو ته استول کيږي ، د رپوټ چمتو کونکي وايي چې په دې توگه ميرمنې له ستړو ستونزو سره غاړه غړى دي.

بندیان

دغه رپوټ د افغان ولسمشر د ٤٥ گڼې فرمان نه ټيک شپږ مياشتې وزروسته خپرېږي.

په رپوټ کې دا هم راغلي چې په ١٧٦ ولسواليو کې بنديخانې نه شته او ټول تورن شوي کسان د پوليسو په شخصي زندانونو کې ساتل کيږي.

د ريوټ په يوه بله برخه کې په ټول افغانستان کې د ٦٠٠ نا مسووله وسله والو دلو د شته والي يادونه هم شوې چې د کمېسيون د کارکوونکو په خبره دغه ډلې د سولې پر بهير هم ناوړه اغېز شيندي.

د بشري حقونو د کميسيون چارواکي وايي دغه رپوټ په ٢٩ ولايتونو کې د مرکو پر بنسټ د ځينو بنسټونو په همکارۍ چمتو شوى او وايي چې د رپوټ په چمتو کولو کې ورسره ځينو دولتي ادارو په ځانگړي ډول عدلي او قضايي کارکوونکو مرسته کړې.

د رپوټ په وروستۍ برخه کې افغان حکومت، نړيوالې ټولنې او مدني ټولنو ته ٢٣ وړانديزونه شوي او له هغوى غوښتل شوي چې د بشري حقونو د وضعیت د ښه کېدو او عدالت ته د خلکو د لاسرسي په کار کې دې ورسره لازمې مرستې وکړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .