'ایران دې د افغان بندیانو د اعدام پرېکړه وځنډوي''

د خپريدو وخت: 10:30 گرینویچ - 03 مارچ 2013 - 13 کب 1391
اعدام

څو ورځې وړاندې ایران پنځه اعدام کړي افغانان افغانستان ته وسپارل.

په داسې حال کې، چې څو ورځې مخکې په ایران کې پنځه افغان بندیان د نشه يي توکو د قاچاق په تور اعدام او مړي یې افغانستان ته ولېږدول شول، د بهرنیو چارو وزارت له ایرانه غوښتي، چې په اعدام د محکوم شویو افغانانو د اعدام پرېکړه وځنډوي.

پر همدې مهال، د افغانستان د مدني ټولنو لسګونو غړو په کابل کې د ایران له لوري د افغان بندیانو د اعدام د پرېکړې خلاف مظاهره وکړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول هم د اعدامېدونکو افغانانو د قضیې په تړاو د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره په اتریش کې خبرې کړې دي.

د مدني ټولنو معترض غړي وايي، په ایران کې د افغان بندیانو د اعدام قضیې سخت اندېښمن کړي دي.

دوی وايي، چې د ایران حکومت په ایران کې د مېشتو افغانانو حقونه تر پښو لاندې کوي.

دغه مدني فعالین وايي، په ایران کې افغان بندیان وکیلان نه لري، او ناعادلانه چلند ورسره کېږي.

"تېر کال د بشري حقونو نړیوال سازمان په منځني ختيځ او ایران کې د اعدامونو د نړۍ د ډېرېدا په اړه اندېښنه ښودلې ده."

د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول له ایرانه غوښتي، چې په ایران کې په اعدام د محکومو شویو افغانانو د اعدام پرېکړه وځنډوي او له سره غور پرې وکړي.

خو د ایران د بهرنیو چارو د وزیر علي اکبر صالحي له لوري د افغان وزیرې دې غوښتنې ته په ځواب کې لاتراوسه څه مالومات نه دي خپاره شوي.

افغان وزیر له ایرانه غوښتي، چې له افغان بندیانو سره باید له عدالته کار واخیستل شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي خبریالانو ته ویلي، تمه ده، چې ژر به د افغانستان د قضایه قوې یو پلاوی ایران ته سفر وکړي او د افغان بندیانو د اعدام قضیه به له نژدې وګوري.

ښاغلي موسی زي په ایران کې د اعدام شويو افغانانو او یا اعدام ته د انتظار ایستونکو افغانان شمېر ونه ښود، خو په تېرو څو کلونو کې ایران له زرګونو بندي شویو افغانانو یې سلګونه کسان اعدام شوي او یا د اعدام شېبې شماري.

په تېرو څو کلونو کې ایران کې ګڼ افغانان اعدام شوي.

تېر کال د بشري حقونو نړیوال سازمان په منځني ختيځ او ایران کې د اعدامونو د لړۍ د ډېرېدا په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د کرزي امر

افغان ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او د دغه هېواد د چارو ادارې ته امر کړی و، چې په ایران کې د افغانانو د اعدامونو مسله په جدي ډول تعقیب کړي او په دې اړه له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

کابو شپږ میاشتې وړاندې هم په ایران کې یو شمېر افغان بندیان اعدام شوي و او ان د ځینو مړي یې هم خپلو کورنیو ته نه و وسپارل شوي.

کابو دوه کاله وړاندې د افغانستان د ملي شورا یو پلاوی د افغان بندیانو د ستونزو د هواري لپاره ایران ته تللی و.

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .