تر ۲۰۱۴ وروسته د ناټو مشروطې مرستې

د خپريدو وخت: 13:08 گرینویچ - دوشنبه 04 مارچ 2013 - 14 کب 1391
راسموسن

د ناټو سرمنشي په کابل کې له ولسمشر کرزي سره د یوې ګډې خبري غونډې په ترڅ کې وویل تر ۲۰۱۴ کال وروسته به خپلې چارې د پرېکنده ملاتړ په نوم ترسره کوي.

ناټو وايي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به له افغان حکومت سره په مشروط ډول مرستې کوي او له غواړي چې افغان حکومت هم په بېلابېلو برخو کې خپلې ژمنې پلې کړي.

په داسې حال کې چې د افغان حکومت او د ناټو په مشرۍ بهرنیو ځواکونو ترمنځ په اړیکو کې وخت ناوخت ترینګلتیاوې رامنځ ته کیږي، د ناټو عمومي سرمنشي آنرس فوغ راسموسن وايي له افغانستان سره یې د مرستو ژمنه ځواکمنه ده او تر ۲۰۱۴ کال وروسته به هم به له دې هېواد سره خپلو مرستو دوام ورکړي.

خو وايي افغان حکومت هم باید خپلې کړې ژمنې پلې کړي:

''دا حیاتي ده چې ډاډ ترلاسه کړو، افغان حکومت د قانون واکمنۍ، له اداري فساد سره مبارزې او د ښځو حقونو ژمنې پوره کړي. ځکه دا به په افغانستان کې د ثبات ټینګولو او نړیوالې ټولنې د ملاتړ لپاره کلیدي حیثیت ولري. شک نشته چې په مخ کې به ننګونې موجودې وي خو په دې کې هم شک نشته چې افغانستان به یې له خپلو ملګرو سره له مخې لیرې کړي''.

له راسموسن څخه د وردګو او کونړ ولایتونو د وروستیو پېښو په اړه پوښتنه وشوه خو یې هغه یې په لنډه توګه په ځواک وویل چې په دې اړه یې له ولسمشر کرزي سره خبرې نه دي کړي.

پایله

طبعي ده چې د افغانستان خلک له دې خپله پایله ترلاسه کوي. او موږ وینو چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې عملي ګامونه نه اوچتیږي.

ولسمشر کرزي په دغه خبري کنفرانس کې د پاکستان د علماوو مشر د وروستیو څرګندونو په اړه چې په افغانستان کې یې ځانمرګي بریدونه روا بللي وو سخته خواشیني وښوده او ویې ویل داسې ښکاري چې ترهګرۍ سره مبارزې په برخه کې عملي ګامونه نه اوچتېږي.

ښاغلي کرزی وايي پاکستاني اړخ د علماوو شورا غونډې په جوړولو کې پوره هڅه ونه کړه:

''په دې برخه کې عملي ګام پورته نه شو بلکې د پاکستان د عالمانو شورا رییس ، چې د پاکستاني علماوو د پلاوي مشر هم وو او د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات له خوا موږ ته رسماً راپېژندل شوی وو، هغوی ددې پر ځای چې د کنفرانس لپاره تیارۍ ونیسي اعلان یې وکړ چې په افغانستان کې ځان وژنه روا او ښه ده.

طبعي ده چې د افغانستان خلک له دې خپله پایله ترلاسه کوي. او موږ وینو چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې عملي ګامونه نه اوچتیږي''.

د ناټو مشر هم په افغانستان کې د ځانمرګو بریدونو د روا ګڼلو غندنه وکړه، او وايي تل یې د پاکستان له حکومت او پوځه غوښتي چې له افغان پولې سره په خوا کې د مخالفو وسله والو پر ضد خپل عملیات چټک کړي

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .