ملا اغا جان معتصم وايي سیاسي ګوند جوړوي

د خپريدو وخت: 07:40 گرینویچ - دوشنبه 04 مارچ 2013 - 14 کب 1391
ملا اغا جان معتصم

ملا معتصم اغا جان د طالبانو د مشر ملا محمد عمر نژدې سړی و.

د طالبانو د سیاسي کمېسیون پخواني مشر ملا اغا جان معتصم ویلي، د یوه ساسي ګوند جوړولو په تکل کې دی.

د تيلې فون په کرښه زموږ له همکار طاهر خان سره په مرکه کې اغا جان معتصم ځینې پوښتنې ځواب کړې دي.

اغا جان معتصم له ترکیې څخه د تیلې فون پر کرښه بي بي سي ته ویلي، دا چې په تېرو څو کلونو کې طالبانو ډېرې قربانۍ ورکړې دي، په انفرادي هڅو هېڅ نه کېږي باید خپله مبارزه د یوه سیاسي ګوند له لارې مخ ته بوځي.

نوموړي ویلي، چې د ګوند جوړولو لپاره یې له خپلو نژدې ملګرو سره اړیکي نیولي او ځینې سفرونه یې هم کړي دي.

دغه مخکني طالب چارواکي دا هم ویلي، چې په جوړېدونکي سیاسي ګوند د ملګرو ملتونو له تور لسته د ایستل شویو طالب مشرانو رول ډېر مثبت اغېز لرلای شي.

ده وویل چې د ملګرو ملتونو له تور لسته د هغو نژدې ۲۰ طالب مشرانو نومونه ایستل شوي، چې په وینا یې ''په ازاد ډول سفرونه کولای شي، او له نړیوالیو سره اړیکي نیولی شي''.

کله چې له نوموړي وپوښتل شول، چې دا سیاسي سفر به کله پیلوي، هغه وویل هڅې یې دوام لري، خو کله چې شرایط ورته برابر شي، خپل کار به پیل کړي.

اړیکي

هغه دا هم ویلي چې ''ددغه کار لپاره شپه او ورځ کار کوم، د تیلې فون، سکایپ، او برېښنالیک له لارې اړیکي نیسم، او سفرونه به هم وکړم''.

ملا معتصم اغا جان د طالبانو د مشر ملا محمد عمر نژدې ملګری او د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د مالیې وزیر پاتې شوی دی.

"وړاندې ملا اغا جان معتصم ویلي وو، چې د طالبانو هدف د څوکيو ترلاسه کول نه دي."

نوموړی د ۲۰۱۱ په اګست میاشت کې کراچۍ کې په ډزو سخت ټپي شو، چې د درملنې لپاره وروسته ترکیې ته ولاړ، او ویل کېږي، چې تر اوسه همالته دی.

داسې ويل کيده چې دى د هغو طالبانو له لوري ويشتل شوى و چې د سولې د خبر مخالف دي ، خو ده دغه خبره رد کړه.

تېر کال هم د طالبانو د سياسي کمېټې پخواني مشر اغا جان معتصم په يوه کم سارې مرکه کې بي بي سي ته ويلي وو، چې ټول طالبان د سولې غوښتونکي دي، خو غوره دا بولي چې له امريکاييانو سره خبرې وکړي.

دۀ دا هم ویلي وو، چې د طالبانو هدف د څوکيو ترلاسه کول نه دي.

ښاغلي معتصم د سولې خبرې څو پړاويزې بللې وې، چې ويل يې تر امريکايانو وروسته کېداى شي چې له افغان لوري سره ترسره شي او په افغانستان کې له ښکېلو نورو بهرنيو هيوادونو سره هم ترې وروسته خبرې وشي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .