وحیده: هم مېرمن وم هم سرتېره

د خپريدو وخت: 12:15 گرینویچ - دوشنبه 04 مارچ 2013 - 14 کب 1391
وحیده

۳۷ کلنه وحیده د محمدمحقق مېرمن ده.

په افغانستان کې داسې سیاسي مشران ډېر لږ پیدا کیږي، چې د ښځو د ازادۍ په اړه خبرې و نه کړي او د هغوی له حقونو يې ملاتړ نه وي کړې، خو دغه سیاسي مشران بیا په خپلو ښځو بندیزونه لګوي او نه غواړي د نورو مېرمنو په څېر په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ډګرونو کې د نارینه وو په شان ونډه واخلي.

۱۵ کاله کېږي، چې مېرمن وحیدې له یوه پېژندل شوي سیاست وال سره واده کړی. نوموړې په خپل ژوند کې ډېره خوشاله ده او دا مهال شپږ ماشومان لري.

نن سبا اغلې وحیده له ټولنیزو فعالیتونو لرې پاتې شوې.

سره له دې، چې دا د فارسي ادبیاتو لیسانسه ده، خو بیا هم نه ده توانېدلې، چې له خپلو زده کړو ګټه پورته کړي.

له دې سره سره، بیا هم هغه نه غواړي د یوه رهبر د مېرمنې په توګه له ټولو ټولنیزو چارو ګوښه پاتې شي.

۳۷ کلنه وحیده د محمدمحقق مېرمن ده.

ښايي مېرمن وحیدې ته یوازې د محقق نوم کافي و، چې د محقق له دوو مېرمنو سره سره يې بیا هم له هغه سره واده ته زړه ښه کړ او د دوو بنو پر سر يې هغه د خپل ژوند ملګری وټاکه.

اغلې وحیده وايي، د ښاغلي محقق له نورو مېرمنو سره يې اړیکې ښې دي، درې واړه مېرمنې په یوه کور کې ژوند کوي، چې په وینا يې د خپل ژوند له ملګري سره په ښو او بدو ورځو کې یو ځای پاتې شوې دي.

اوس چې هغه جګړه ییز حالات نه شته، وحیده له خپلو ماشومانو او مېړه سره له ژونده ډېر خوند اخلي:

''یوازېنۍ ترخه او غمجنه خاطره د مقاومت پر مهال ده، چې ما هغه وخت ماشوم نه درلود او زه ورسره په صوف دره کې وم. هم د یوې مېرمنې په توګه او هم د یوې سرتېرې په توګه ورسره وم. تل به مې ډاډ ورکاوه، چې ماتې نه منو، بریا زموږ ده.''

ښاغلی محقق اوس تر پخوا ډېر وخت لري، چې د خپلې کورنۍ په خوا کې و اوسي.

خو وايي، ښځو ته د آزادیو ورکول له سرخوږی پرته شونې چاره نه ده:

''اوس چې د حقونو د غوښتنو کچه لوړه شوې، نړیواله ټولنه او دېموکراسي واکمنه ده. مېرمنې د نارینه وو په شان په سیاست کې برخه اخلي، لکه نارینه په اقتصاد کې ونډه اخلي، چې د دغو ټولو د غوښتنو کچه لوړه شوې ده. دغه ټول د دودیزې ټولنې له ذهن سره سمون نه لري،ځکه خو د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی هم زیات شوی دی.''

"زه هېڅکله په ټلویزیون کې نه یم څرګنده شوې، او رسمیاتو کې هم نه یم، زه د کور مېرمن یم، غواړم تل ساده ژوند وکړم. غواړم عامو وګړو په شان ژوند وکړم."

وحیده

کله نا -کله له خپلو ماشومانو سره له کوره بهر هم ځي.

نن سخي زیارت ته د تفریح لپاره له کوره را وتلې ده، خو خلک د محقق مېرمن نه پېژني:

''زه هېڅکله پر ټلوېزیون نه یم څرګنده شوې، او رسمیاتو کې هم نه یم. زه د کور مېرمن یم، غواړم تل ساده ژوند وکړم. غواړم عامو وګړو په شان ژوند وکړم.''

خو بیا هم هغه مجبوره ده، چې یو وسله وال ساتونکی له ځانه سره ولري.

اغلې وحیده وايي، کله ناکله يې له واده مخکې ژوند ور یاد شي، هغه ورځې، چې په ‌ډاډه زړه به هر چېرته تله، لکه د خپلو خپلوانو کورونو او نورو ځایونو ته به تلله، خو په وینا يې اوس مهال ټول افغانان د نا امنۍ له کبله له اندېښنو سره مخامخ دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .