"افغانستان کې له خبریالانو سره زور زیاتی ډېر شوی"

د خپريدو وخت: 06:07 گرینویچ - دوشنبه 04 مارچ 2013 - 14 کب 1391

وهل ټکول،ګواښل او د لنډ مهال لپاره د خبريالانو بندي کول،د شوي زور زیاتي له بيلگو دي. نۍ

د افغانستان د رسنيو د څار بنسټ وايي چې د تېر ميلادي کال د لومړيو دوو مياشتو په پرتله د سږني ٢٠١٣ ميلادي کال په لومړيو دوو مياشتو کې، د خبريالانو پر وړاندې د زور زیاتي کچه نژدې ۶۳ سلنه لوړه شوې ده.

د افغانستان د رسنيو د څار بنسټ ويلي چې پرته له يوې پېښې نور ټول تاو تريخوالى د افغان ځواکونو او چارواکو له خوا شوى دى.

د افغانستان د رسنيو د څار بنسټ نی بي بي سي ته وويل چې وهل ټکول،ګواښل او د لنډ مهال لپاره د خبريالانو بندي کول د شوي تاوتريخوالي له بېلګو دي.

د ياد شوي بنسټ يوۀ تن چارواکي صابر فهيم بي بي سي ته وويل چې دوى د تېر ميلادي کال د لومړيو دوو مياشتو تشدد د سږني ٢٠١٣ ميلادي کال له ورته مودې سره پرتله کړی دى، وايي تېر کال يې په ياده شوې موده کې د خبريالانو سره د زور زیاتي ايله ۱۲ پېښې ثبت کړې وې،خو سږ کال په ورته موده کې ۳۱ پېښې ثبت شوې دي چې نژدې ۶۳ سلنه ډېروالى ښيي.

د امنیتي ځواکونو لخوا زور زیاتی

ښاغلي صابر وويل چې تر ډېره دغه زور زیاتی افغان امنيتي ځواکونو او چارواکو تر سره کړى. د افغانستان د رسنيو د څار بنسټ وايي چې دا تاو تريخوالى په بيلو حالاتو کې شوى، خو وايي تر ډېره هغه خبريالان د زور زیاتي ښکار شوي،چې له ځانمرګو بريدونو وروسته سيمې ته ورغلي.

ښاغلي فهيم وويل چې په نژدې تېر مهال کې تر چاودنو وروسته ٧ خبريالان په جلال اباد او په همدغه شمېر په کابل کې د افغان امنيتي ځواکونو له خوا له زور زیاتي سره مخامخ شوي دي.

د افغانستان د رسنيو د څار بنسټ نی له افغان حکومت او ولسي جرګې نه په کلکه غوښتنه وکړه چې د خبريالانو پر وړاندې د روان او چټک زور زیاتي مخه په سم لاسي توګه ونيسي، ګنې په وينا یې د خبرياليز ډګر د يوې لسيزې هغه لاس ته راوړنې به له منګولو ووځي چې افغان حکومت يې هم خپله لويه لاس ته راوړنه بولي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .