کابل بانک په یوازیني وړاندیز کوونکي نه پلورل کېږي

د خپريدو وخت: 12:23 گرینویچ - چارشنبه 06 مارچ 2013 - 16 کب 1391

کابل بانک شاوخوا دوه کاله وړاندې ډیوالي شو او وروسته بیا حکومت د دغه بانک په چارو کې مداخله وکړه.

نوی کابل بانک په هغه یوازیني کورني شرکت هم نه پلورل کېږي چې د دغه بانک د اخیستو وړاندیز یې کړی و.

تېره میاشت د هغو پنځه بهرنیو او کورنیو شرکتونو له ډلې چې د دغه بانک د پېرلو لپاره یې لیوالتیا ښودلې وه، یوازې یوه کورني شرکت د دغه بانک د اخیستو لپاره خپل وړاندیز یا افر د افغانستان د مالیې وزارت ته وړاندې کړ.

د افغانستان د مالیې وزارت د خزاینو رییس محمد اقا کوهستاني په کابل کې خبریالانو ته وویل، ځکه نوی کابل بانک په دغه شرکت نه پلوري چې د دوی وړاندیزونه د اوسمهالې بانکوالۍ د معیارونو پر بنسټ نه دي.

خو اوس به د نوي کابل بانک برخلیک څه کېږي؟

د مالیې وزارت د چارواکو په وینا، اوس د نوي کابل بانک پر وړاندې درې لارې پرتې دي، یوه دا چې دا بانک به د پېرلو په موخه بیا داوطلبۍ ته وړاندې کېږي، دویمه، له هغه نویو دوو شرکتونو سره به خبرې کېږي چې د دغه بانک د اخیستو لپاره یې لیوالتیا ښودلې او دریمه لار هم دا چې دغه بانک به له منځه یوړل کېږي.

"تېره ورځ د کابل بانک د کړکېچ په اړه ۲۱‍ کسانو ته سزا واورول شوه، په دغه ډله کې د کابل بانک دوه پخواني مشران شیرخان فرنود او خلیل الله فیروزي په پنځه، پنځه کاله تنفیذي بند او دواړه د ۷۰۰ میليونو ډالرو په نقدي جريمه محکوم شول."

د مالیې وزارت د خزاینو رییس وايي، د نوی کابل بانک د پېرلو لپاره به راتلونکې اونۍ خپل دغه وړاندیزونه ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کړي او د هغوی له پرېکړې وروسته به په دې اړه اړین ګامونه پورته کړي.

دا په داسې حال ده چې تېره ورځ د کابل بانک د کړکېچ په اړه ۲۱‍ کسانو ته سزا واورول شوه، په دغه ډله کې د کابل بانک دوه پخواني مشران شیرخان فرنود او خلیل الله فیروزي په پنځه، پنځه کاله تنفیذي بند او دواړه د ۷۰۰ میليونو ډالرو په نقدي جريمه محکوم شول او د نورو لپاره يې د بند موده کمه او نغدې جريمې يې هم لږې وې.

کابل بانک شاوخوا دوه کاله وړاندې ډیوالي شو او وروسته بیا حکومت د دغه بانک په چارو کې مداخله وکړه، بانک یې په دوو څانګو وویشه چې یو یې د مالیې وزارت پورې اړوند شو او د نوي کابل بانک په نوم یې خپل فعالیت ته دوام ورکړ او بله برخه یې وتړله شوه.

وروسته بیا د وزیرانو شورا پرېکړه وکړه چې نوی کابل بانک باید په خصوصي سکتور وپلورل شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .