کرزي ځينې "کړۍ" د سولې بهير په ناکامۍ پړې کړې

د خپريدو وخت: 16:27 گرینویچ - چارشنبه 06 مارچ 2013 - 16 کب 1391

ولسمشر کرزی وايي ځینې کړۍ د سولې په برخه کې د دغه دولت د هڅو د ناکامولو په لټه کې دي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی وايي، یو شمېر کړۍ هڅه کوي، چې په دغه هېواد کې د سولې بهیر ناکام کړي.

ښاغلی کرزی وايي، یو شمېر بهرني هېوادونه هم د دغو هڅو ملاتړ کوي او غواړي چې په افغانستان کې د سولې راوستو هڅې د افغان دولت له واکه بیرون وباسي.

ښاغلی کرزی همداراز وايي، که بهرنیان د سولې په بهیر کې لاسوهنه وکړي، د افغانستان لپاره ښې پایلې نه لري.

افغان ولسمشر وايي، له څو کلونو هڅو سره سره پر دې نه دی توانېدلی چې په افغانستان کې سوله راولي خو وايي په دې برخه کې به په زغم خپلې هڅې روانې وساتي.

ښاغلي کرزي د افغانستان د ملي شورا د ۱۶دورې د پرانیستې په مراسمو کې په خپلو کې وویل، ځینې کړۍ د سولې په برخه کې د دغه دولت د هڅو د ناکامولو په لټه کې دي.

ښاغلي کرزي همداراز وویل یو شمېر هېوادونه هم د دغو کړیو د یادو هڅو ملاتړ کوي، خو د کوم ځانګړي هېواد نوم یې یاد نه کړ.

ښاغلي کرزي زیاته کړه، په همدې دلیل باید د افغانستان ملي شورا او ټول سیاستوال د سولې د بهیر او د سولې د شورا ملاتړ وکړي او په هېواد کې د سولې را وستو لپاره جدي هڅې وکړي.

تر دې وړاندې د افغانستان د ملي شورا یو شمېر غړو د افغان دولت د سولې پر روان بهیر نیوکه کړې وه او ویلي وو چې دا هڅې نتیجه نه ورکوي.

ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې وویل، که بېلا بېلې افغان سیاسي کړۍ له طالبانو سره په افغانستان کې دننه خبرې کوي، کومه ستونزه نه ده، خو په خبره یې که بهرنیان په دغه چاره کې لاسوهنه وکړي، د دغه هېواد لپاره ښې پایلې نه لري.

"په دې کې هېڅ ستونزه نشته، چې طالبان زموږ په هېواد کې دننه له بېلابېلو سیاسي عناصرو، سیاستوالو، ګوندونو او شخصیتونو سره خبرې وکړي. په خیر دې راشي، هغوی هم افغانان دي. له هر افغان سره چې د افغانستان په هر ګوټ کې کښېني، ښه راغلاست ورته وایو. خو که موږ د یوه متفرق ملت په توګه له بهرنیانو سره د خپلې سولې په اړه خبرې وکړو، عاقبت مو خراب دی."

که څه هم ولسمشر کرزي روښانه نه کړه، چې له بهرنیانو یې موخه کوم هېواد دی، خو د راپورونه له مخې، له تېرې څه مودې راهیسې امریکا له طالبانو سره په المان او کویټ کې پټې خبرې کړې دي.

د لوېدیځو سرچینو په خبره، په افغانستان کې د جګړې اوږدېدو امریکا دې ته اړ ایستي، چې له طالبانو سره د روغې جوړې خبرې وکړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .