د افغانستان له لومړۍ مېرمنې سره ځانګړې مرکه

د خپريدو وخت: 12:45 گرینویچ - پنجشنبه 07 مارچ 2013 - 17 کب 1391
زینت کرزی

زینت کرزی وايي، په رسنیو کې نه راڅرګندېدل د دې خپل شخصي نظر دی.

د مارچ د اتمې (د ښځو نړیوالې ورځې) په پلمه بي بي سي د افغانستان له لومړۍ مېرمنې سره ځانګړې مرکه کړې ده، او تر ډېره په تېرو کلونو کې د ښځو پر لاسته راړونو او روښانه راتلونکې غږېدلې ده.

زینت کرزۍ وايي، د افغان ښځو او نجونو لپاره د روښانه راتلونکي وړاندوینه کوي.

له اغلې کرزۍ سره زموږ همکارې فریبا ظاهر مرکه کړې ده او په لومړي سر کې یې د ۱۹۷۰ لسیزې پر مهال په افغانستان کې د هغې د ژوند په اړه ترې پوښتلي دي؟

ځواب: په واقعیت کې زه د جګړې په وخت کې را لویه شوې یم، چې تر اوسه دا جګړه شته. ما د جګړې پر مهال ښوونځی او پوهنتون لوستی دی. زموږ د کورنۍ لپاره ډېره مهمه وه، چې زموږ نجونې هم تعلیم وکړي. زما پلار د معارف لپاره ډېر خدمت کړی. تل یې په دې برخه کې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې کار کړی.

پوښتنه: د افغان ښځو اوسنی او مخکنی وضعیت څرنګه ارزوﺉ؟

ځواب: په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان ښځو او نجونو ته ډېر کار شوی دی. د دوی راتلونکی زه روښانه ګورم، لرې به نه وي، که ووایم، چې په تېرو لسو کلونو کې د افغان ښځو لپاره هومره کار شوی، چې د تېرو ۵۰ کلونو له هڅو سره برابر و. هیلمنه یم، چې د افغان ښځو د زده کړو او لوست کچه به ډېره لوړه شي.

پوښتنه: لکه ډېری نور افغانان هم ستاسې کورنۍ پاکستان ته کډوالۍ ته اړ شوه، د مهاجرت ژوند څومره ستونزمن و؟

ځواب: پوهېږﺉ، چې افغانستان کې ژوند کول جلا خوند لري، خو په کډوالۍ کې بیا هغسې ژوند نه وي.

پوښتنه: لکه چې وینو، ستاسې شاوخوا ډېرې پیرې او ساتونکي دي، ستاسې ماشومان هم بهر په ډاډه زړه نه شي وتلای، ایا دا ډول ژوند ستاسې عادي ژوند نه دی ستونزمن کړی؟

ځواب: ډېر سخت دی، هغه ژوند چې د ساتونکي له لوري سړی په کې وي، له عادي ژوند سره یې ډېر توپیر دی، دا ډېر سخت ژوند دی.

پوښتنه: داسې مو احساس کړې، چې د هېواد سیاسي چارو ستاسې پر شخصي ژوند اغېز کړی، ستاسې ترمنځ یې خوک خپګان رامنځ ته کړی؟

ځواب: خامخا، د افغانستان شرایط خو یو ډول نه دي، ارومرو پرې اغېز کوي.

پوښتنه: تاسې کوم ژوند ته ترجیح ورکوﺉ، په ماڼۍ کې د ننه ژوند او که بهر عادي ژوند؟

ځواب: د باندې عادي ژوند غوره بولم.

پوښتنه: تاسې لوړې زده کړې هم کړې دي، ولې تاسو د لومړۍ مېرمنې په څېر له ټولنې سره مخامخ تماس نه لرﺉ؟

"افغانستان کې مې سفر نه دی کړی، له عامو مېرمنو سره اړیکه لرم، زیاتره دلته راځي، خپل وړاندیزونه او مشورې له ماسره شریکوي، زه کار کوم، خو ښکاره او ډاګیزه نه دی"

زینت کرزی

ځواب: دا سمه ده، چې ما تعلیم کړی، دا چې زه په رسنیو او تلوېزیون کې نه یم راښکاره شوې، ما تل په هغه برخه کې خپله دنده پوره کړې، چې زه په کې تخصص لرم، لکه د تعلیم او روغتیا په برخو کې، خصوصاً د ښځو د لا ښې ښېرازۍ په برخه کې.

پوښتنه: خو تر ډېره مو دغه فعالیت پټ پاتې دی، دا ولې؟

ځواب: هو، تر هغې اندازې پورې چې زه توان لرم، د اوسنیو شرایطو مطابق مو خپل کار کړی دی. موږ باید د خپل هېواد د کولتور او دودونو مطابق کار وکړو.

پوښتنه: نو ایا ټولنې ته ستاسې د نه راوتلو په مخ کې ستاسې مېړه مخنیوی کوي که څنګه؟

ځواب: نه، دا زما خپل شخصي نظر دی.

پوښتنه: له عامو مېرمنو او خلکو سره تاسې څرنګه اړیکه لرﺉ، ایا سفرونه کوئ؟

ځواب: افغانستان کې مې سفر نه دی کړی. له عامو مېرمنو سره اړیکه لرم، زیاتره دلته راځي، خپل وړاندیزونه او مشورې له ماسره شریکوي، زه کار کوم، خو ښکاره او ډاګیزه نه دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .