د "ترکمن مامه" وروستۍ هیله څه ده؟

د خپريدو وخت: 04:46 گرینویچ - جمعه 08 مارچ 2013 - 18 کب 1391
 "ترکمن مامه"

ترکمن مامه له یوې مودې راهیسې زده کړه هم کړې ده او یو شمېر ډاکټرانې هم پېژني.

د ترکمن مامه عمر درې اویا کلونو ته رسېدلی، نوموړې د بلخ ولایت نهر شاهي اوسېږي، درې زامن، پنځه لوڼې او اته څلوېښت لمسیان او کړوسیان لري.

هغه وايي، کله یې چې ځان پېژندلی، کار ته یې ملا تړلې ده.

"ترکمن مامه" د افغانستان د لږکیو ترکمن له ټبره ده، خو خپله وايي چې پر سمرقند او بخارا (چې اوس د اوزبکستان سیمې دي) د شوروي د یرغل پرمهال یې پلرونه او نیکونه افغانستان ته کوچېدلي دي.

هغه څو کاله کېږي، چې له کلي راوتلې ده، او اوس د مزارشریف په ښار کې د خپلې کورنۍ له ځینو غړو سره اوسېږي.

"د ترکانو ستره مور"

"ترکمن مامه"هلته ډېر مینه وال لري، شاید همدا لامل وي، چې هغې ته دا لقب ور په برخه شوی وي."ترکمن مامه" یانې په ترکي ژبه "د ترکانو ستره مور".

ترکمن مامه د سمنک پخولو شهرت لري، چې د نوي کال په ویاړ کې ګڼې کورنۍ پخوي.

همدا لامل دی، چې د ترکمن مامه د لیدلو لپاره باید له وړاندې وخت واخیستل شي.

ترکمن مامه په یوه ساده او کلیوال کور کې ژوند کوي، وايي، چې د کلي پر ژوند ډېره پښېمانه ده، او مېړه یې تېر کال په یوه پېښه کې مړ شو.

د کلیوالې سیمې په یوه دودیزه کورنۍ کې، ان د ځینو ښاري کورنیو ګڼې مېرمنې په کورونو کې بچیان زیږوي.

په داسې وضعیت کې تجربه لرونکې سپین سرې ښځې د ځوانو ښځو د لنګېدو پرمهال له هغوی سره مرسته کوي.

"زما دا زوی یو لوی اشپز و، شپږ کاله کېږي، چې هیرویني شوی، او اوس یې ښځې او اولاد ته ډوډۍ پیدا کوم. درې څور ځلې مې روغتون کې بستر کړ، اوس هم هیروین وهي."

ترکمن مامه

ترکمن مامه هم له کلونو راهیسې دې کار ته ملا تړلې ده.

دا وايي: "په زیږون کې مې له ډېرو ښځو سره مرسته وکړه، یوه یې هم کمزورې نه شوه، او د یوې ماشوم هم مړ نه شو، اوس مې مزه نه شته، او ښځې هم په سختۍ لنګېږي. اوس هم که څوک وغواړي، زه ورسره ځم، که اسانه وي، دا کار کړم، خو که ستونزمن وي، روغتون ته یې وړم".

هغه وايي، له یوې مودې راهیسې یې زده کړه هم کړې ده او یو شمېر ډاکټرانې هم پېژني.

مامه له وضعیت ناخوښه ده

مامه، له سیمه ییزو چارواکو تر ولسمشر پورې له هېڅ یوه څخه راضي نه ده. وايي یوځل یې چې په کلي کې یوه کس نشه يي توکي خرڅول، دولت ته یې وسپاره، خو بېرته خوشی شو.

ترکمن مامه، په ژړغوني غږ وايي: "بډې اخیستل ډېر دي. یو قمارباز هم نه شي نیولی، دا دولت شو! ما ته دې اجازه راکړي، چې د قمار بازانو ځای وروښیم، د پوډریانو ځای ورته معلوم کړم".

د ارزو وروستۍ هیله

په هغه خونه کې مو چې له ترکمن مامه سره خبرې کولې، یو زلمی زوی یې هم له موږ سره ناست و. کله مې چې له هغې وپوښتل، چې لویه هیله یې څه ده، خپل زوی ته یې مخ ورواړاوه وویل چې خدای دې وکړي چې زوی یې ښه شي:

ترکمن مامه په یوه ساده او کلیوال کور کې ژوند کوي، وايي، چې د کلي پر ژوند ډېره پښېمانه ده، او مېړه یې تېر کال په یوه پېښه کې مړ شو.

"زما دا زوی یو لوی اشپز و، شپږ کاله کېږي، چې هیرویني شوی، او اوس یې ښځې او اولاد ته ډوډۍ پیدا کوم. درې څور ځلې مې روغتون کې بستر کړ، اوس هم هیروین وهي."

ترکمن مامه ډېرې تمې لري، چې هېڅ کومه یوه یې نه ده پوره شوې، خو د خپل زوی سمېدل یې د ژوند تر ټولو وروستۍ هیله ده.

هغې په غوسې وویل، ان دې ته هم چمتو ده، چې دوه درې معتادین ووژني او اعتیاد له منځه ولاړ شي.

د هغې په نشه روږدی زوی او د هغه دوه زامن او ښځه له ترکمن مامه سره اوسېږي. کله مې چې د هغې له زوی وپوښتل، چې ایا د مور دغه هیله به یې پوره شي، ژمنه یې وکړه چې نشه به پرېږدي.

خو خدای خبر څوک پوهېږي چې ترکمن مامه به خپلې وروستۍ هیلې ته ورسېږي که نه.

کله چې د هغې له کوره راوتلو، د هغې اصلي نوم مې وپوښت، موسکۍ شوه او وویل چې "زما اصلي نوم، آرزو دی"!

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .