د امريکا نوى دفاع وزير کابل ته ورسېد

د خپريدو وخت: 16:48 گرینویچ - جمعه 08 مارچ 2013 - 18 کب 1391

چک هېګل چې يوه اوونۍ وړاندې رسمآ د دفاع د وزير په توګه کار پيل کړ.

د امريکا د دفاع نوى وزير په داسې حال کې کابل ته رسيدلى چې واردمخه يې د سفر په باب څه نه و ويل شوي.

دا له هغه راهيسته کابل ته د چک هېګل لومړنى رسمي سفر دى چې د امريکا د دفاع د وزير په توګه ټاکل شوى دى.

تر سفر وړاندې ښاغلي هېګل وويل چې له ناټو افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو تر سپارلو وړاندې لا ګڼې ننګونې پر ځاى شته.

ښاغلي هېګل وويل:"موږ لا هم په جګړه کې يوو. افغان ځواکونو ته د امنيت سپارلو چاره بايد سمه ترسره شي"

چک هېګل چې يوه اوونۍ وړاندې رسمآ د دفاع د وزير په توګه کار پيل کړ زياته کړه:

" زموږ هېواد، افغانستان ، سيمه او زموږ ايتلافي هېوادونه دلته ډير څه بايللى شي. په افغانستان کې زموږ پرله پسې قوت او پام ډير مهم دى."

د امريکا د دفاع وزير خپل ولس ته دا هم ور په ياد کړل چې ولې د دوى ځواکونه په افغانستان کې دي.

دۀ وويل د ٢٠٠١ کال د سپتمبر د ١١ مې نېټې بريدونه او ورځې بايد په ياد ولري او افغانستان بايد د دۀ په وينا له ترهګرو پاک کړي.

ښاغلي هېګل په سفر کې ورسره ملو خبريالانو ته وويل چې دى به په افغانستان کې له ولسمشر کرزي سره ويني او د وردګو له ولايت څخه د امريکايي کامنډو ځواکونو د ايستلو پر امر به ورسره خبرې کوي.

امريکايي وزير دا ونه ويل چې ښاغلي کرزي ته څه پيغام لري.

افغان ولسمشر په وردګو ولايت کې تر هغه وروسته د امريکايي ځانګړو ځواکونو د ايستلو امر وکړ چې د شکنجې او بد چلند ادعاوې وشوې.

د نبراسکا د سناتور په توګه ښاغلي هېګل له ٢٠٠٢ کال څخه تر ٢٠٠٨ کال پورې څلور ځله افغانستان ته سفر کړى دى خو د دفاع د وزير په توګه يې دا لومړۍ ليدنه ده.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .