خوست او کابل کې ځانمرګو ۱۸ افغانان وژلي

د خپريدو وخت: 04:57 گرینویچ - شنبه‬ 09 مارچ 2013 - 19 کب 1391
د برید ځای

برید د دفاع وزارت عمومي دروازې ته نژدې شوی دی.

د افغانستان په سوېل ختيځ خوست ولایت کې یوه ځانمرګي برید لږترلږه نهه کسان وژلي، چې یو پولیس او نور ماشومان دي.

د افغانستان په سوېل ختيځ خوست ولایت کې ځانمرګي برید لږترلږه نهه کسان وژلي دي.

د خوست ولایتي مقام وايي، برید نن غرمه مهال (مارچ نهمه) د خوست ښار په اړونده کونډیو سیمه کې د ګډو ځواکونو پر یوه کاروان وشو.

خوستي چارواکي وايي، یوه برید کوونکي، چې له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ یې اغوستی و، یوه افغان پوځي ته داسې مهال ورنژدې شو، چې تر څنګ یې ګڼ ماشومان ولاړ وو.

سرچینه وايي، پوځي ځانوژونکی پېژانده، ځکه یې خپله غېږ ورته پرانیسته همدا وو، چې خپل ځان یې وچووه.

د خوست ولایت ټول وژل شوي ولسي وګړي ماشومان بولي.

د خوست روغتون ته څلور ټپي شوي ماشومان وروړل شوي، چې وضعیت یې نازک ښودل شوی دی.

ټپي شوي ماشومان د ښوونځي زده کوونکي دي.

د برید پړه تر اوسه چا پرغاړه نه ده اخیستې.

دغه برید په خوست کې د مېشتو امریکايي ځواکونو یوې لویې اډې (سالارنو) ته نژدې شوی دی.

وړاندې هم په خوست ښار او له ښاره دې ته ورته بریدونه شوي، خو په تېرو څو میاشتو کې دغه ولایت څه-ناڅه ارامه وو.

"سهار د سړک په سر یو کس چې په بایسکل سپور و، ځان یې چوولی، نهه کسان یې وژلي او څوارلس نور یې ټپیان کړي، چې دوه د دفاع وزارت منسوبین دي."

دولت وزیري

تر ټولو وروستۍ چاودنې څو ورځې مخکې د خوست ښار کې درې چاودنې وې.

د هوا په ګرمېدو سره د حکومت مخالف وسله وال طالبان بریدونه ډېروي.

د کابل ځانمرګی

بل خوا، د افغانستان پلازمېنه کابل کې د ملي دفاع وزارت ودانۍ ته نژدې یوه ځانمرګي برید کوونکي، چې پر بایسکل پورې یې چاودېدونکي توکي تړلي وو، ځان چوولی، چې لږترلږه نهه کسان یې وژلي دي.

د دفاع وزارت یوه ویاند دولت وزیري بي بي سي ته وویل، برید د وزارت له ودانۍ عمومي ودانۍ ته ته نژدې بهر پر بایسکل د یوه سپاره کس له خوا وشو:

''سهار د سړک په سر یو کس چې په بایسکل سپور و، ځان یې چوولی، نهه کسان یې وژلي او څوارلس نور یې ټپیان کړي، چې دوه د دفاع وزارت منسوبین دي.''

پنتاګان

برید څو ساعته وروسته تر هغه شوی، چې د امریکا نوی دفاع وزیر چک هېګل کابل ته رسېدلی دی.

د امریکا د دفاع وزارت پنتاګان یوه ویاند ویلي، د برید په شېبه امریکایی دفاع وزیر چک هېګل د امریکا په مشرۍ په یوه بله پوځي اډه کې د وینا پرمهال و.

چک هېګل

چک هېګل کابل ته په یوه ناڅاپي سفر تللی دی.

وسله والو طالبانو ددغه برید پړه منلې ده.

دوی رسنیو ته په یوه استول شوې ویناپاڼه کې ویلي، چې برید دفاع وزارت ته د ننوتلو یوې دروازې ته څېرمه شوی:

"بريد په داسې حال کې ترسره کېږي چې د امريکا دفاع وزير هم په کابل کې دی چې ياد بريد یوډول پيغام ورته درلود."

طالبانو ادعا کړې ده چې په برید کې پنځلس افسران وزارت ته د ننوتلو پرمهال وژل شوي.

دوی په برید کې د ولسي وګړو له وژل کېدا انکار کړی دی.

د تېرې فبرورۍ پر ۲۷ مه هم کابل کې یوه زوروره چاودنه شوې وه، چې د ملي دفاع وزارت په وینا د چاودنې هدف د کابل درېیمي امنیتي حوزې په اړونده سیمه درېیمه کارته کې د ملي اردو یو ګاډی و، چې شپږ سرتېري یې ټپيان کړي وو.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .