سالنګ کې بار وړونکي موټر نه شي تلای

د خپريدو وخت: 18:38 گرینویچ - شنبه‬ 09 مارچ 2013 - 19 کب 1391

نوي کال ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتي او سر له اوسه افغان چارواکي او افغانان د نوروز جشن لپاره تیاری نیسي.

د افغانستان د فواید عامې وزارت د نوي کال په درشل کې د سالنګ پر لویه لار د بار وړونکو موټرو پر تلو راتلو بندیز لګولی دی.

د دغه وزارت چارواکي وايي، دغه بندیز د کب میاشتې له ۲۲ مه پیلېږي او د وري تر اتمې به دوام ولري.

د بندیز موخه د هغه مساپرو لپاره د اسانتیاوو برابرول ښوول شوي چې د ګلې سرخ میله کې د ګډون په موخه له نورو ولایتونو مزار شریف ته ورځي.

نوي کال ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتي او سر له اوسه افغان چارواکي او افغانان د نوروز جشن لپاره تیاری نیسي.

په دغو تیاریو کې یوه هم په هغو لویو لارو چې مزار شریف ښار ته غځېدلي د اسانتیاوو برابرول دي.

هغه ښار چې هر کال د نوي کال په ویاړ د ګل سرخ دودیزه میله په کې جوړېږي.

د افغانستان د فواید عامې وزارت په همدې موخه ځينې ګامونه پورته کړي او د سالنګ لویه لار يې د نوي کال په درشل کې د لویو بار وړونکو لاریو پرمخ تړلې ده.

د دغه وزارت مرستیال احمد شاه وحید وايي، د کب له ۲۲ مې نه د وري تر اتمې نېټې پورې د سالنګ پر لویه لار د ټیلري موټرو پر راتګ بندیز لګېږي.

ښاغلی وحید وايي، وړې بار وړونکې لارۍ کولای شي د وري تر لومړۍ نېټې پورې له شماله د سوېل پر لور د سالنګ لویه لاره وکاروي.

نوموړی دغه راز وايي، ټول مساپر وړونکو وړو او غټو ګاډو ته به له نوي کال مخکې او څو ورځې وروسته لومړیتوب ورکول کېږي.

د افغانستان د ترافیکو ریاست له ټولو مساپر غواړي چې په دغه لار د تلو راتلو پر مهال ټول تخنیګي وسایل او تودې جامې له ځانه سره ولري او که له ستونزو سره مخامخ کېږي نو نژدې امنیتي پوستو سره دې اړیکې ونیسي.

هر کال د نوي کال په درشل کې ډېری هغه خلک چې غواړي له نورو ولایتونو د ګلې سرخ په دودیزې میله کې د ګډون په موخه مزار شریف ته ولاړ شي د سالنګ په لویې لار کې د موټرو د ګڼې ګوڼې له امله له ستونزو سره مخامخ وي او په ساعتونو او کله هم په ورځو، ورځو انتظار باسي.

د دې ترڅنګ ډېر کله داسې هم لیدل شوي چې د واورو د ښوېیدو او موټرو د چپه کېدو له امله ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .