تعلیمي بنسټونو ته بهرني ځواکونه مه پرېږدﺉ

د خپريدو وخت: 13:30 گرینویچ - 10 مارچ 2013 - 20 کب 1391

ولسمشر کرزي دغه حکم وروسته له هغه صادر کړ، چې تیره ورځ د کندهار پوهنتون یو محصل د نړیوالو ځانګړو ځواکونو له خوا د پوهنتون په انګړ کې و نیول شو.

ولسمشر حامد کرزي افغان ځواکونو او د پوهنتونونو مشرانو ته لارښوونه کړې، چې بهرني ځواکونه دې د پوهنتونونو او تحصیلي بنسټونو انګړونو ته د داخلېدو اجازه نه ورکوي.

ولسمشر کرزي په خپل تازه حکم کې د افغانستان کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست ته لارښوونه کړې، چې که بهرني ځواکونه په زور د پوهنتونونو او تحصیلي بنسټونو ودانیو ته ننوځي، نو د هغوی مخه دې ونیسي.

په دغه حکم کې ویل شوي، چې د بهرنیانو او د هغوی له لوري د ځانګړو روزل شویو وسله والو ډلو له لوري دغه ډول کړنې د هغو دوه اړخیزو هوکړو خلاف دي، چې پخوا شوې دي.

په افغانستان کې میشتو نړیوالو ځواکونو او افغان حکومت داسې پریکړې کړې دي، چې په افغانستان کې بهرني ځواکونه خپلسري عملیات نه شي کولای.

ولسمشر کرزي، چې په کابل کې یې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وینا کوله، په کندهار پوهنتون کې د نیول شوي محصل کېسه هم وکړه:

ځه بچیه

''یو ځای ته بهرنۍ ملیشې تللې وې او یو محصل یې ځورولی و. د شپې یوولس نیمې- دوولس بجې وې، دغې پيښې ډیر نارامه کړی وم. هره ورځ دغسې پېښې تکراریږي. خو بیا مې هم دغه ځوان پیدا کړ او د بهرنیانو له زندانه مې خلاص کړ. او ورته ومې ویل چې ځه بچیه پوهنتون ته دې لاړ شه او بېغمه دې خپل تحصیل وکړه''.

د ولسمشر کرزي په خپل حکم کې ویل شوي، د بهرنیانو له خوا دغه ډول کړنې د افغانستان د قوانیونو او د دغه هیواد د ملي حاکمیت خلاف دي.

په حکم کې د نړیوالو ځواکونو له مشرانو غوښتنه شوې، چې دغه ډول خپلسرې کړنې دې بیا نه تکراروي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .