د پنجوايي د ۱۶ وژل شویو وګړو دوسیه چېرته ورسېده؟

د خپريدو وخت: 07:59 گرینویچ - دوشنبه 11 مارچ 2013 - 21 کب 1391

د ۲۰۱۲ کال د مارچ ۱۶: د پنجوایي د وژل شویو د کورنۍ پنځه غړي د یوه عیني شاهد په ګډون د کابل ته ولاړل او هلته یې له ولسمشرحامد کرزي سره د پېښې په اړه ولیدل او خبری وکړې.

له نن (۲۰۱۳، مارچ ۱۱) ټیک یو کال وړاندې د ۲۰۱۲ کال د مارچ پر ۱۱ د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ په یوه لرې پرته سیمه زنګاوات کې یو امریکایی پوځي په نیمه شپه کې له خپلې یوې پوځي اډې ووت، او په دوو کلیو کې ۱۶ ولسې وګړې ووژل او د شپږو نورو د وژلو هڅه یې کړې وه.

په وژل شویو کې د نهو کوچنیانو په ګډون ۱۶ کسان وو، چې د امریکایي پوځي رابرت بېلز له خوا په ډزو وژل شوي وو او بیا یې د یوې کورنې د ۱۱ غړو ته اور ورته کړې و.

۲۰۲، مارچ ۱۴:

د ۱۶ ولسي وګړو په وژنه تورن امریکایی پوځی د یوې پوځي الوتکې په مټ لومړی کویت او بیا د همدې کال د مارچ ۱۶ امریکا ته ولېږدول شو او هلته په یوه پوځي اډه کې زندانی شو.

۲۰۱۲، مارچ ۱۶:

د پنجوایي د وژل شویو د کورنۍ پنځه غړي د یوه عیني شاهد په ګډون د کابل ته ولاړل او هلته یې له ولسمشرحامد کرزي سره د پېښې په اړه ولیدل او خبرې وکړې.

۲۰۱۲، مارچ ۲۳:

په توره شپه یو امریکایی پوځي د پنجوايي ۱۶ ولسي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم په کې وو، ووژل.

امریکایي پوځي رابرت بېلز په یوه پوځي محاکمه کې د ۱۷ ولسي وګړو په وژلو او د شپږو نورو کلیوالو د وژلو په هڅه تورن شو، چې ددغه ۲۳ تنو نوم لړ خپور نشو.

۲۰۱۲، مارچ ۲۴:

د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت له خوا د پنجوایي د پېښې د وژل شویو کورنیو ته د هر وژل شوي پر سر (۵۰۰۰۰) امریکایي ډالر او د ټپیانو لپاره (۱۱۰۰۰) امریکايي ډالر ورکړل شول.

۲۰۱۲، اپرېل ۲:

د پنجوایي له پېښې څلور اوونۍ وروسته، د لومړی ځل لپاره د امریکایي پوځیانو د پلټنې یوه ډله د شواهدو او ثبوتونو د راټولو لپاره د پېښې ځای (پنجوایي، زنګاوات) ته ولاړه.

۲۰۱۲، جون ۱:

امریکایي پوځیانو پرته له دې چې نور توضیحات ورکړي، د پنجوایي پېښه کې د ۲۳ وژل شوو او ټپیانو د نوملړ څخه د یوه کوچني وژل شوي نوم لرې کړ، چې په پیل کې هم د اوولسم کس د وژل کېدو موضوع روښانه نه وه، او د یوشمېر رسنیو له خوا اوولسم کس د وژل کېدو په اړه راپورونه خپاره شوي وو.

۲۰۱۲، جون ۲۳:

اووه کلنه زردانه چې د الکوزو په کلي کې د مارچ پر یوولسمه شپه د امریکایي پوځي له خوا یې د وژلو هڅه شوې وه، خو هغه ژوندۍ پاتې شوه، خو د نوموړي د سر پرکوپړۍ باندې د ګولۍ لګېدو هغه خورا سخته ټپي کړې وه، امریکایي پوځیان ددغه پېښې څخه درې میاشتې وروسته زردانه د ښې درملنې په موخه د کندهار له هوایي ډګره د ناټو ځواکونو له روغتونه د یوې پوځي الوتکې له لارې د امریکا د متحده ایالاتو د سن ډیاګو ښار یوه پوځي روغتون ته ولېږدوله، چې هلته نوموړې خپله شاهدې هم ورکړې وه.

۲۰۱۲، جون ۳۰- دسمبر ۲۵:

د پنجوایي د پېښې دوه مهم عیني شاهدان ووژل شول.

۴۵ کلن اغا لالا چې د رویټرز په حواله د پنجوایي د پېښې یو مهم عینی شاهد ، د ۲۰۱۲ کال د جون پر ۲۳ په یوه ترافیکي پېښه کې د کندهار، سپین بولدک ولسوالۍ پرلویه لار ووژل شو.

۲۵ کلن حبیب الله چې د خپل پلار (حاجي محمد نعیم) ویشتل یې په سترګو لیدلي وو، چې د رابرت بېلز له خوا پرې ډزې شوې وې، د سپټمبر پر ۲۵ د سهار پر پنځو بجو د امریکایي ځواکونو له خوا په یوه هوایي برید کې هغه مهال ووژل شو، چې نوموړی خپل باغ ته روان و.

دغه دواړه کسان د مارچ پر ۱۶ په هغه لیدنه کې حاضر وو. چې له ولسمشر کرزي سره یې درلوده.

۲۰۱۲، نومبر ۴:

یوې بهرنۍ ورځپاڼې (Hal Bernton of the Seattle Times) په خپل یوه راپور کې د یوه امریکایي پوځي له خولې لیکلي وو چې ''د پنجوایي د پېښې یوتن ټپي د خپلو ژورو ټپونو له لاسه د ناټو په یوه پوځي روغتون کې ساه ورکړه''. خو ددغه کس د وژل کېدو او د نوم په اړه معلومات نه دي خپاره شوي او نه هم د پنجوایي د پېښې د قربانیانو کورنیو ددغې مړینې په اړه څه ویلي او نه هم د هغه په اړه بل راپور خپور شوی.

۲۰۱۲، نومبر ۵:

وروسته له څو میاشتو امریکایی پوځي رابرټ بېلز د۲۰۱۲ کال د نومبر له پنځمې تر ۱۳پورې په متحده ایالاتو کې یوې پوځي محاکمې ته ودرېد، چې د پنجوایي د پېښې د قربانیانو د کورنیو د شپږو ځوانانو په ګډون ۱۱ غړو له کندهاره د ویډیو کنفرانس له لارې شاهدي ورکړه، چې دوو کوچنیو نجونو د یوې ژباړنې په مرسته خپل د سترګو لیدلی حال دغه محاکمې ته ووایه.

حامد کرزی

تېر کال افغان ولسمشر حامد کرزي ويلي وو، دوى په دې باور دي چې د کندهار پنجوايي ولسوالۍ کې د ۱۶ ملکي وگړو وژنه د يوه تن کار نه دى.

خو ددغه پېښې دوو مهمو عیني شاهدانو چې د حاجي نظر اکا کونډې دي، په محاکمه کې د حاکمو دودونو له کبله شاهدي ور نه کړه.

۲۰۱۳، مارچ ۲:

د پنجوایي د پېښې د قربانیانو د کورنۍ شپږ غړي ددوو عیني شاهدانو په ګډون د ۲۰۱۳ کال د مارچ پر دویمه له کندهاره امریکا ته وخوځېدل، چې هلته د امریکایي پوځي رابرټ بېلز په محاکمه کې شاهدي ورکړي، خو ښایي دغه محاکمه څو میاشتې وروسته بیا پیل شي.

که څه هم د ۱۶ ملکي افغانانو په وژنه تورن امریکایی پوځي رابرت بېلز په یوه پوځي محکمه کې محاکمه کېږي، خو د پنجوایي د پېښې د قربانیانو کورنیو په وار وار د مدافغ وکیل د ورکولو غوښتنه کړې.

دغه کسانو له بي بي سي سره په خبرو کې په وار وار پر دغه خبره ټینګار کړی، چې رابرت بېلز دې په اعدام محکوم شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .