کرزی: طالبان امریکایانو ته خدمت کوي

د خپريدو وخت: 13:14 گرینویچ - سه شنبه 12 مارچ 2013 - 22 کب 1391

هلمند کې د پاکستان او طالبانو په اړه د ولسمشر څرګندونې

افغان ولسمشر حامد کرزي نن سه شنبه د مارچ ۱۲مه یو ځل بیا له بهرنیانو سره د طالب مشرانو پر خبرو نيوکي وکړې او وويل چې په بهرنيو الوتکو کې لويديځو هېوادونو ته سفرونه کوي او په افغانستان کې په ځانمرګو بریدونو سره امریکا ته د خپل زور ښودنه کوي.

ليدلmp4

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

افغان ولسمشر حامد کرزی چې د یو شمېر وزیرانو او ملي شورا د غړو په ملتيا د هلمند ته تللی و، یوې غوڼدې ته د وینا پر مهال یو ځل بیا خپله داخبره تکرار کړه، چې طالبان امریکایانو ته خدمت کوي.

ولسمشر کرزي د هلمند ولسې د وګړو او قومې مشرانو دې غونډې ته وويل، يو شمېر وسله وال طالبان له بهرنيانو او د افغان دولت له اپوزيسيون سره په الوتکو کې گډ سفرونه کوي او له هېواده بهر خبرې کوي. هغه زیاته کړه، وسله وال طالبان په پاریس کې له امریکایانو سره چاکلیټونه خوري او دلته ولسې افغانان وژنې.

افغان ولسمشر دوه ورځې وړاندې هم ویلي و، چې طالبان او امريکايان هره ورځ په عربي او اروپايي هېوادونو کې سره خبرې کوي.

ښاغلې کرزې خپله دا خبره بیا تکرار کړه، چې وسله وال طالبان د امریکا لپاره خدمت کوي، او هڅه یې داده چې امریکا داوږده مهال لپاره په دغه هېواد کې پاتې شې.

دى دا باور هم لري، چې د طالبانو د وروستيو ځانمرګو بريدونو موخه داوه، چې خلک ووېروي، تر څو له ٢٠١٤ کال څخه وروسته په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د پاتې کېدو غوښتنه وشي .

وسله والو طالبانو او امريکايي چارواکو دواړو د کرزي دغه څرګندونې ناسمې بللې دي.

حامد کرزي وویل ،هغه طالبان، چې د بهرنيو وسلې يې پر اوږه کړي، بايد ځانونه اصلاح کړي او د پرديو وسله پر ځمکه کېږدي.

"طالبان د امریکا لپاره خدمت کوي، او هڅه یې داده چې امریکا داوږده مهال لپاره په دغه هېواد کې پاتې شې"

کرزی

ولسمشر زياته کړه "دغه طالبان بايد پوه شي ، چې د پرديو لپاره کار کوي"

د بګرام زندان

پر دې سربېره ولسمشر کرزي په غونډه کې د بګرام زندان په اړه وویل چې د راتلونکې اوونۍ په لومړيو کې به د بګرام زندان ټولې چارې افغان لوري ته وسپارلې شي.

ټاکل شوې وه ، چې د بګرام زندان چارې د روانې اوونۍ په لومړيو کې افغان لوري ته وسپارل شي ، خو دا کار وځنډيډ.

ولسمشر وويل "که د بګرام زندان چارې موږ ته ونه سپارلې شي، نو بيا اړين گام اوچت کړو."

غوښتنه

دغه راز کرزي له امريکايانو غوښتنه وکړه، چې د هلمند د کجکي د برښنا بند د جوړولو چارې ژر بشپړې کړي.

هغه وويل، چ که امريکايان دا کار نه کوي، نو دغه مهمه پروژه دې افغانانو ته وسپاري.

ولسمشر د هلمند له سوداګرو هم غوښتنه وکړه، چې د يوه پوهنتون په جوړولو کې له دولت سره مرسته وکړي.

ولسمشر کرزي له طالبانو بیا وغوښتل چې له جګړې لاس واخلې او د افغانستان په جوړولو کې برخه واخلې.

هغه دا خبره هم وکړه چې دترهګرو مرکزونه د پولې پورې غاړه دې او امریکا ته په کار ده چې هلته يې وځپي .

ولسمشر کرزي له پاکستانه هم وغوښتل، چې د "ترهګرو" په ځپلو کې له افغانستان سره مرسته وکړي، ځکه چې دواړه هېوادونه د ترهګرو له ګواښ سره مخامخ دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .