کندهار کې پنځه امریکایي پوځیان وژل شوي

د خپريدو وخت: 02:59 گرینویچ - سه شنبه 12 مارچ 2013 - 22 کب 1391

د وژل شوو هېواد تراوسه نه دى ښودل شوى

د افغانستان په جنوب کندهار دامان ولسوالۍ کې د يوې چورلکې د لوېدو له امله د ناټو په مشرۍ پنځه امریکایي پوځيان وژل شوي دي

د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو په يوې خبر پاڼې کې راغلي دي چې پېښه د دوشنبې په ورځ شوې او د پېښې د علت معلومولو په اړه پلټنې روانې دي.

په لومړنېو رپوټونو کې په دې اړه هيڅ نه دي ويل شوي چې گوا کې د پېښې پر مهال د ناټو د غليم فعاليتونه روان وو

خو وسلوالو طالبانو ادعا کړې ده، چې دا چورلکه د دوى له خوا وېشتل شوي ده او په کې ناست ټول سرتېري وژل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي چې د پېښې پر مهال هوا خرابه وه او باران ورېدلو.

د يادونې ده ، چې پرون په ميدان وردګو ولايت کې هم د يوه داخلي بريد په ترڅ کې دوه امريکايي سرتېري وژل شوي وو.

تېر کال داګست په مياشت کې هم په سوېل کې د ناټو د يوې چورلکې د غورځېدو له امله د پنځو امريکايي سرتېرو په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي وو.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .