ایساف افغانستان کې د ''تیارسئ'' حالت اعلان کړی

د خپريدو وخت: 12:15 گرینویچ - پنجشنبه 14 مارچ 2013 - 24 کب 1391

ایساف وايي، ودې شي چې د کرزي تر وینا وروسته پر لوېديځو ځواکونو بریدونه ډېر شي.

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ بهرنیو ځواکونو ایساف د ولسمشر حامد کرزي تر وروستیو څرګندونو وروسته په لوړه کچه د تیارسئ حالت اعلان کړی دی.

دوی اندېښنه لري چې د ولسمشر کرزي خبرې کولای شي افغان پوځیان بریدونو ته وهڅوي.

د ایساف ځواکونو مشر جنرال دانفورد په یوه برېښنا لیک کې سرتېرو ته د ښاغلي کرزي خبرې پارونکې بللي او وايي کیدای شي د افغان سرتېرو له خوا د ضربې لامل شي.

هغه وویل دوی د مخالفو وسله والو د بریدونو د ډېروالي له امله هم د تیارسئ حالت لوړ کړی دی.

په کابل کې د بي بي سي خبریال وايي، ولسمشر کرزی له بهرنیو ځواکونو افغان لوري ته د بندیانو د چارو سپارنې ځنډولو په غوسه کړی دی.

دغه امریکايي قومندان خپلو عسکرو ته په یوه پټ برېښنالیک کې ویلي، چې ودې شي چې د کرزي تر څرګندونو وروسته، افغانستان کې پر بهرنیو ځواکونو د افغان سرتېرو او اورپکو دواړو له لوري بریدونه وشي.

د ایساف ځواکونو دغه امر وروسته تر هغو شوی، چې کرزي په تېرو څو ورځو کې د امریکا ضد یو لړ څرګندونې وکړې.

د افغان حکومت ځینو سیاسي مخالفو مشرانو په یوه خوله د امریکا ضد د کرزي پر دغو څرګندونو نیوکه کړې او وايي چې د ولسمشر کرزي وینا د دوی استازیتوب نه شي کولای.

همداشان، په افغانستان کې امریکايي پوځي او دپلوماتیک چارواکي د ولسمشر کرزي د څرګندونو ضد له غبرګون منع شوي دي.

جګپوړو امریکايي پوځي چارواکو منلې ده، چې ددغه پټ برېښنالیک یوه کاپي د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ګوتو ته ورغلې ده، خو د خپرولو نیت یې نه لري.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .