کرزی وايي له امریکا سره نېک اړیکي غواړي

د خپريدو وخت: 13:35 گرینویچ - پنجشنبه 14 مارچ 2013 - 24 کب 1391

ولسمشر حامد کرزي امریکا د افغانستان یو ستراتیژيک متحد او ملګری وباله.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ویلي، چې د هېواد د ملي حاکمیت او ګټو پربنسټ له امریکا سره دوستانه اړیکي غواړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ له دفتره خپره شوې ویناپاڼه وايي، دا چې افغانستان یو بې وزله هېواد دی، د خپل ملي حاکمیت او ګټو پربنسټ له نړۍ سره نېک اړیکي غواړي.

حامد کرزي د امریکا په ګډون د نړیوالې ټولنې د مرستو مننه کړې ده.

خبرپاڼه کاږي، ولسمشر حامد کرزي د بي بي سي او ملي تلوېزیون له لوري د ګڼو ولایتونو د خلکو په ګډون د ازادې جرګې له لارې په ارګ کې د ګډون کوونکو پوښتنې ځواب کړې.

ولسمشر حامد کرزي امریکا د افغانستان یو ستراتیژيک متحد او ملګری وباله.

حامد کرزي ویلي، چې وروستۍ څرګندونې یې د امریکا او افغانستان د اړیکو د ښه والي په نیت کړې دي، نه دا چې اړیکي د ترینګلتیا لوري ته بوځي.

دغه افغان چارواکي ټینګار کړی، چې د امریکا او افغانستان ترمنځ په هر راز اړیکو کې باید د هېواد ګټې په پام کې ونیولې شي.

ولسمشر دا هم ویلي، چې " موږ له امریکا سره نېکې اړیکې غواړو، دوستي غواړو، خو د دوو خپلواکو هېوادونو ترمنځ دوستي".

بې ګناه بندیان

ولسمشر کرزي افغان لوري ته د بګرام زندان د چارو د سپارلو په اړه د یوه پوښتونکي په ځواب کې وویل چې په دغه زندان کې ګڼ بې ګناه بندیان ساتل کېږي.

خو وویل، چې ددغو بې ګناه کسانو د دوسیو پلټلو لپاره به یو ځانګړی کمیسیون وټاکي.

څو ورځې وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي پر امریکا او وسله والو طالبانو نیوکه وکړه، چې ګني په وینا یې په اروپايي او عربي هېوادونو کې چاکلېټ خوري او پټې خبرې کوي، خو د افغانستان جګړه د خپلو ګټو لپاره اوږدوي.

د نوموړي تر دې وینا وروسته ځینو امریکايي دپلوماتانو او پوځي چارواکو د حامد کرزي دغه څرګندونې رد کړې.

تر هغو وروسته یې بیا نیوکه وکړه او د افغانستان طالبان یې د امریکا په ګټه وبلل.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان هم په یوه پټ برېښنالیک کې خپلو قومندانانو ته امر کړی، چې د تیارسۍ په حالت کې شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .