د لوړو زده کړو وزارت ولې انګلیسي سندونه نه ورکوي

د خپريدو وخت: 11:17 گرینویچ - جمعه 15 مارچ 2013 - 25 کب 1391

د افغانستان دلوړو زده کړو وزارت وايي، نژدې یومیاشت مخکې د وزارت د رهبرۍ شورا داسې پریکړه کړې، چې له پوهنتونه هر فارغ شوي کس ته به پرته له رسمي مکتوبه په انګریزي ژبه دفراغت سند ورکول کیږي.

په افغانستان کې له پوهنتونونو فارغ شوي کسان وايي، د لوړو زده کړو وزارت دوی ته په انګریزي ژبه د فراغت سند نه ورکوي.

که څه هم په ټوله نړۍ کې د پوهنتونو له فراغت وروسته فارغو شوو کسانو ته د فراغت سندونه سم لاسي ورکول کیږي خو په افغانستان کې له پوهنتونونو فارغ شوي کسان وايي، دوی ته د فراغت سندونه نه ورکول کیږي.

دوی وايي سره له دې چې تحصیلي سند د هر فارغ شوي کس حق دی، خو بیا هم د ترلاسه کولو لپاره باید اوږدې پروسې، چې اونۍ او حتی میاشتې وخت اخلي انتظار ایستلی شي.

ځینې دغه فارغ شوي کسان وايي ان کلونه کیږي، چې نه هم په ملي ژبو او نه هم په انګریزو ژبه د فراغت سند ورکول شوې دي:

''نوم مې نجیب الله دی، څلور کاله کیږي له کابل پوهنتونه فارغ شوی یم، خو په دې څلور کالونو کې دپیلوم نه دی اخیستی، ځکه پروسه یې ډیره سخته ده. نوم مې فرشته ده، په ۱۳۹۱ کال کې له پوهنتونه فارغ شوې یم. انګریزي ديپلوم موږ ته ډېر مهم دی، خو وزارت یې نه راکوي، وايي رسمي مکتوب راوړي. دې کار راته ډېر مشکل جوړ کړی دی''.

"په انګریزي ژپه د یپلوم مې په کار دی، خو یو میاشت کیږي، چې دیپلوم پسې ګرځم ،خو لا یې هم کار نه دی خلاص شوی."

یو فارغ شوی محصل

له پوهنتونونو هغه فارغ شوي کسان چې غواړي په انګریزي ژبه د فراغت سند ترلاسه کړي، تر هغه سند نه ورکول کیږي، چې له کومې معتبرې سرچینې مکتوب ور نه وړي. خو پر ملي ژبو دفراغت سند اخیستل هم تر هغه فارغ شوي کس ته نه ورکول کیږي، چې په رسمي یې ډول غوښتنه ونه کړي.

سید احمد خالد تیر کال دکابل له پوهنتونه فارغ شوی، دی وايي، نژدې یوه میاشتې کیږي چې په انګریزي د فراغت سند د تر لاسه کول هڅې کوي، خو وايي لا یې هم نه دی بریالی شوی.

''په انګریزي ژپه د یپلوم مې په کار دی، خو یو میاشت کیږي، چې دیپلوم پسې ګرځم ،خو لا یې هم کار نه دی خلاص شوی''.

امریکا

خو د نورې نړۍ په پوهنتونونو کې بیا د فراغت سند له فارغیدو سم لاسي وروسته فارغانو ته ورکول کیږي.

د امریکا په پوهنتون کې مې له یو فارغ شوي کس نه وپوښتل چې دوی ته د فراغت سندونه له فراغت څومره وخت وروسته ورکړل شول:

''زه په نیویارک ښار کې له پوهنتونه فارغ شوی یم، کله مو چې د وروستي سمستر امتحان پای ته ورسید، او نتایج اعلان شول، نو فراغت په محفل کې یې موږ ته د فراغت سندونه راکړل''.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي، د دغه وزارت د رهبرۍ شورا نژدې درې اونۍ مخکې داسې پریکړه کړې، چې له هره پوهنتونه فارغ شوي کس ته به پرته له دې چې له کومه ځایه ځانګړی مکتوب وروړي، په انګریزي او یا هم په ملي ژبو د فراغت سند ورکوي.

د لوړو زده کړو مرستیال وزیر پوهاند بری صدیقي وايي، پخوا په انګریزي ژبه د فراغت سندونه لږ و او له امله یې یواځې هغو کسانو ته په انګریزي سندونه ورکول چې بهرنیو بورسونه به کاندید و خو وايي اوس هر فارغ شوی کس په انګریزي او یاهم په ملي ژبو د فراغت سند تر لاسه کولای شي:

ځینې دغه فارغ شوي کسان وايي ان کلونه کیږي، چې نه هم په ملي ژبو او نه هم په انګریزو ژبه د فراغت سند ورکول شوې دي:

''په انګریزي ژبه ډیپلومونه کم و، نو ځکه مو ټولو ته نه شوای ورکولای. یواځې هغو کسانو ته ورکول چې بورسونو ته به کاندید و. خو اوس د وزارت درهبرۍ شورا پریکړه کړې، هر څوک د ملي ژبو ترڅنګ په انګریزي هم د فراغت سند وغواړي، ورکول کیږي''.

ښاغلی صدیقي وايي، د وزارت د پریکړې له مخې اوس د فراغت سند د ترلاسه کولو پروسه هم د پخوا په پرتله ساده اولنډه شوې ده. نوموړی وايي، پخوا به دفراغت پر هر سند د لوړو زده کړو وزیر او یا هم دهغه مرستیال لاسلیک کاوه خو وايي اوس دغو لا سلیکونو ته اړتیا نشته.

سره له دې، چې د لوړو زده له دغې پریکړې نژدې درې اونۍ تیریږي، خو په کابل پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت کې مې داسې ګڼ شمیر فارغ شوي کسان ولیدل چې وايي په اونیو اونیو یې دفراغت سند د تر لاسه کولو په پروسه کې لګولې دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .