کابل کې اته ټنه چاودېدونکي توکي نیول شوي

د خپريدو وخت: 12:08 گرینویچ - جمعه 15 مارچ 2013 - 25 کب 1391

استخبارات وايي، ځانمرګي برید کوونکي یې په یوه پټ ځای کې نیولي.

د افغانستان د استخباراتو اداره وايي پلازمېنه کابل کې يې د هغو گډو ځانمرگو بريدونو مخه نيولې چې د حکومت مخالفينو غوښتل د دغه ښار په بېلابېلو برخو کې يې ترسره کړي.

استخباراتو د ادارې ویاند شفيق الله طاهري په خبره بريدگرو غوښتل چې د دغو بريدونو سره هم مهاله په ځينو حکومتي ودانيو هم يرغل وکړي:

"په لارۍ کې بار اته ټنه چاودېدونکي توکي په خلتو کې ځای پرځای شوي وو، چې د کابل په ختيځ کې ونیول شول".

ښاغلي طاهري وايي که چېرته دغه بريد گر د دغو موخو په تر سره کولو کې بريالي شوي واى، نو د چاوديدونکو توکو د تخريب سيمه يې يو نيم کيلومتر مربع اټکل شوې وه چې د هغه په وينا ډېره مرگ ژوبله به يې اړولې وه.

د تيرې شنبې حالي له پېښې وروسته چې بريدگرو د دفاع وزارت په نښه کړ دا يوه بله هڅه وه، چې په کابل ښار کې پلان شوې وه چې ښايي نورې پيښې به يې د کابل ښاريانو له ياده ايستې وې.

د وروستۍ پېښې له امله چې د دفاع وزارت په وره کې وشوه، نهه تنه ولسي وگړي يې ووژل او ۱۴ نور يې ټپيان کړي وو.

د ملي امنیت ادارې دوې ورځې مخکې اعلان وکړ، چې کابل کې یې د یوه ډله ییز کېدونکي ځانمرګي برید له اووه کسیزې ډلې پنځه ځانمرګي برید کوونکي وژلي او دوه نور یې نیولي دي.

دوی وايي، چې دغه کسان یې په یوه پټ ځای کې نیولي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .