ننګرهار کې اسلامي مرکز پرانیستل شو

د خپريدو وخت: 17:11 گرینویچ - جمعه 15 مارچ 2013 - 25 کب 1391

وړاندې تر دې په افغانستان کې یوازې ۲۲۲ مدرسې او دارالعلومونه موجود وو چې اوس دغه شمېره ۱۰۰۲ ته لوړه شوې ده.

د افغانستان د پوهنې وزارت په ننګرهار ولایت کې یو اسلامي مرکز پرانیست.

د دغه وزارت د چارواکو په وینا په هېواد کې دننه د اسلامي مرکزونو او دیني مدرسو په جوړولو سره غواړي چې افغان زده کوونکي ګاونډیو هېوادونو ته د زده کړو لپاره ولاړ نه شي.

وړاندې تر دې په ټول افغانستان کې یوازې څه باندې ۲۰۰ دیني مدرسې او د اسلامي زده کړو مرکزونه موجود وو، خو اوس مهال دغه شمېره تر زرو اوړي.

د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې په نوي جوړ شوي اسلامي مرکز کې اوس وخت ۵۰۰ تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي چې د چارواکو په وینا دغه شمېره به زرګونو ته لوړ کړي.

د افغانستان د پوهنې وزرات د اسلامي زده کړو مرستیال وزیر ډاکتر شفیق صمیم په وینا دوی غواړي چې په کور دننه د اسلامي علومو زده کوونکو او طالبانو لپاره د زده کړو زمینې برابرې کړي او نور افغان ځوانان دې ته مجبوره نه شي چې د ایران او پاکستان مدرسو ته د زده کړو لپاره ولاړ شي.

ښاغلی صمیم وايي د نارینه وو تر څنګ اوس په اسلامي مرکزونو کې زرګونو ښځینه زده کوونکو ته هم ځانګړې ونډه ورکول شوې ده.

د چارواکو په وینا په ننګرهار کې د نوي اسلامي مرکز ودانۍ ډېره عصري او په زیاتره اړینو وسیلو سمبال ده او د انګلستان د آکسفورډ اسلامي مرکز سره یې پرتله کوي.

وړاندې تر دې په افغانستان کې یوازې ۲۲۲ مدرسې او دارالعلومونه موجود وو چې اوس دغه شمېره ۱۰۰۲ ته لوړه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې سعودي عربستان هم اعلان کړی چې په افغانستان کې به یو ستر اسلامي مرکز چې په سیمه کې به ساری ونه لري جوړ کړي.

دغه مرکز به یو ستر پوهنتون، لیلیه، روغتون، د سپورت ځای او د اسلام آباد فیصل جومات ته ورته یو ستر جومات هم ولري.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .