ولسي جرګې کانکور کې د درغلیو د پلټنې پرېکړه وکړه

د خپريدو وخت: 15:45 گرینویچ - شنبه‬ 16 مارچ 2013 - 26 کب 1391

په افغانستان کې د کانکور ازموينه د ١٣٢٤ کال را په دې خوا د ۱۲ ټولګيو له فارغانو اخيستل کېږي، چې پر وروستيو کلونو کې پر دغه بهير کې د درغليو له امله نيوکې هم ډېرې شوې دي.

د افغانستان ولسي جرګې د داسې يوې ګډې جرګه ګۍ په جوړولو هوکړه وکړه چې د کانکور د ازموينې پر سر ټول شکايتونه وڅېړي او د پوهنتون د هویت پاڼو تر وېشلو مخکې دې خپله وروستۍ پرېکړه د ولسي جرګې غونډې ته وړاندې کړي.

په دغې جرګه ګۍ کې به د ملي شورا د دواړو جرګو د ښوونې روزنې او فرهنګي چارو د کميسيونونو د مدني ټولنې او لوړو زده کړو د وزارت استازي غړيتوب ولري.

دغه پرېکړه د هغو پر له پسې لاريونونو وروسته کېږي چې د سږني کال د کانکور ګڼو ګډونوالو د ازموينې پر بهير نيوکې کولې او په هغه کې يې د پراخو درغليو ادعا کوله.

په افغانستان کې د کانکور ازموينه د ١٣٢٤ کال را په دې خوا د ۱۲ ټولګيو له فارغانو اخيستل کېږي، چې پر وروستيو کلونو کې پر دغه بهير کې د درغليو له امله نيوکې هم ډېرې شوې دي.

که څه هم د څو کالو راهيسې د کانکور د ازموينې پر بهير نيوکې کېدلې خو دا پلا د دغو نيوکو په پايله کې د ولسي جرګې پرېکړه ډېره نادره بريښي.

د دغې پرېکړې له مخې باید ګمارل شوی کمیسیون د پېژند پاڼوې له وېشلو مخکې خپل راپور ولسي جرګې ته وړاندې کړي.

دغه پرېکړه په هغې غونډه کې وشوه چې ولسي استازو د لوړو زده کړو وزير او نور چارواکي د پوښتنو لپاره وربللي وو.

په غونډه کې د ګوتو په شمېر استازو تر يوه بريده د سږني کانکور د پايلو پلوى کاوه، خو ډېرو استازو د دغه بهير د لغوه کېدو غوښتنه کوله.

ځينو استازو د درغليو د تورونو تر پولې هم پښه واړوله او ادعا يې کوله چې دلته قامي، سيمه ييز او ژبني تړاونه په پام کې نيول شوي دي. د ننګرهار د خلکو استازې ارين يون د همدغې نظريې پلوۍ وه.

که څه هم د لوړو زده کړو وزارت دغه ادعاوې ردوي، خو له دې هم سترګې نه پټوي چې د کانکور د ازموينې بهير له درغليو سره مل و.

د لوړو زده کړو مرستيال وزير بري صديقي د دغو درغليو د سپړلو په موخه د ملي شورا او مدني ټولنې نه غوښتنه وکړه چې د دغو تورونو د سپينولو په کار کې دې ورسره مرسته وکړي.

په غونډه کې د ډېرو تا ويلو ما ويلو وروسته د جرګې مرستيال ميرويس ياسيني د هغه کميسيون د جوړېدو پرېکړه په داګه کړه چې دغه بهير بيا له سره څاري.

د ولسي جرګې دغه وروستۍ پرېکړه د هغو زده کونکو غوښتنو ته ځواب و چې دغه بهير يې له درغليو ډک باله او د پايلو د لغوه کېدو غوښتنه يې کوله.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .