کرزی له هېګل سره د بګرام زندان په اړه غږېدلی

د خپريدو وخت: 06:27 گرینویچ - 17 مارچ 2013 - 27 کب 1391
بګرام زندان

ولسمشر حامد کرزي ویلي، چې بګرام زندان کې ګڼ بې ګناه بندیان ساتل کېږي.

امريکايي چارواکو ويلي د امريکا د دفاع وزير چک هېگل د بگرام د زندان د سپارلو په گډون د يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه له افغان ولسمشر حامد کرزي سره تیلې فوني خبرې کړې دي.

د امريکا د دفاع وزارت وياند وويل دواړو مشرانو پرېکړه وکړه چې په يوه اوونۍ کې د ننه به ددې لانجې د هواري لپاره يوه لار ومومي.

ولسمشر کرزى، افغان لوري ته د بگرام زندان د مسووليتونو پر سپارلو ټينگار کوي او وايي، د يوه خپلواک هېواد په توگه يې دا حق دى چې په خپله خاوره کې د زندانونو کڼټرول يې په لاس کې وي.

خو د ځينو امريکايي چارواکو له خولې ويل شوي ، هغوى پر دې اندېښمن دي چې ښايي افغانانو ته د زندان د واگو په سپارلو سره يو شمېر خطرناک بنديان له بنده خوشي شي.

د پنتاګان (دفاع وزارت) یوه ویاند جورج لیتل ویلي، د تېرې شنبې پر ورځ (مارچ ۱۶) له ولسمشر حامد کرزي سره د دفاع د وزیر چک هېګل د تیلې فوني خبرو اصلي تمرکز پر دې و، چې څرنګه د بګران زندان سپارلو لپاره مناسبې لارې ولټول شي.

افغان لوري ته د پروان زندان د سپارلو د چارې پر سر د افغان او امریکايي حکومتونو ترمنځ د ترینګلتیا پر یوې جنجالي موضوع اوښتې ده.

د تېرې چارشنبې پر ورځ ولسمشر حامد کرزي وویل، چې د بګرام زندان د سپارلو ځنډول به د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکي خراب کړي.

خو ښاغلی لیتل وايي، چې دواړو هېوادونو هوکړه وکړه، چې د افغانستان ملي حاکمیت ته به درناوی کوي.

"د تېرې یکشنبې پر ورځ د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا هم د ولسمشر حامد کرزي د وینا په ملاتړ وویل، چې ددغه زندان چارې دې ژر افغانانو ته وسپارل شي."

د افغانستان حکومت د پروان زندان د سپارلو لپاره لېواله دی، خو امریکا دا وېره لري، که چېرې دغه زندان افغانانو ته وسپارل شي، شاید "خطرناک بندیان" بېرته وسلو ته لاس کړي.

د "بې ګناه بندیانو" د خوشي کېدو په اړه د افغان ولسمشر حامد کرزي وینا افغانستان کې د امریکايي پوځي مشرانو د اندېښنې سبب ګرځېدلی.

خو تېره اوونۍ، د بګرام زندان په تړاو، افغانستان کې د امریکايي پوځيانو د مشر جنرال جوزف دنفورډ او ولسمشر کرزي ترمنځ خبرې بې پایلې وختلې.

د تېرې یکشنبې پر ورځ د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا هم د ولسمشر حامد کرزي د وینا په ملاتړ وویل، چې ددغه زندان چارې دې ژر افغانانو ته وسپارل شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .