یو کال کې ۸۰ افغانانې د "پت" په نوم وژل شوي

د خپريدو وخت: 17:43 گرینویچ - 17 مارچ 2013 - 27 کب 1391

د بشر د حقونو خپلواک کميسیون وايي د روان لمريز کال له پيل راهيسې يې په ټول افغانستان کې د پت په نامه ٨٠ وژنې او او د جنسي تېري ۳۵ پېښې ثبتې کړې دي.

يوه ځوانه ښځه چې له دريو مياشتو راهيسې په بدخشان کې ورکه وه، مړى يې د خپل کاله په انګړ کې تر خاورو لاندې موندل شوی دى.

سیمه یيزو چارواکو د دغې وژنې تور د ښځې پر ورور پورې کړى، خو په وينا يې هغه اوس مهال ايران ته لېږدېدلى دى.

د بشر د حقونو خپلواک کميسیون دغه وژنه غندلې او ويلي يې دي چې په دې اړه يې پلټنې روانې دي.

د بدخشان ولايت د کشم ولسوال عبد السلام پيمان وايي دا ښځه له خپل مېړه نه بېله شوې وه، او د يادې شوې ولسوالۍ په سراياى کلي کې له خپل ورور سره په يوۀ کاله کې اوسېده.

ښاغلى پيمان وايي نژدې درې مياشتې مخکې خورو او ورور دواړه له سيمې ورک شول او په وينا يې د سيمې خلکو انګېرله چې دواړه به ايران ته تللي وي،هلته چې د کورنۍ نور غړي يې اوسېږي.

د کشم ولسوال وايي نژدې درې مياشتې وروسته خبر شول چې د ښځې ورور يوازې ايران ته تللى دى.

نوموړی وايي دې خبرې دوى دې ته اړ ايستل چې د ښځې د برخليک په اړه پلټنې وکړي

ښاغلي پيمان بي بي سي ته وويل چې د کور تر پلټنې وروسته يې د ښځې مړى وموند چې په انګړ کې ښخ کړل شوى و.

"مور او پلار يې په ايران کې اوسېدل نو ګڼل کېده چې دوى به هم هلته ورغلي وي. تر يو څه وخت وروسته له ايرانه خبر راځي چې هلک ورغلى خو خور يې نشته. دلته خلک او حکومت خبرېږي، په پايله کې مو تېره ورځ يو پلاوى وګمارۀ او هغه کور يې وپلټه چې دوى په کې اوسېدل. کور ته قلف پروت و هغه يې پرانیست، چې انګړ يې ولټوه تر خاورو لاندې يې د ښځې مړى وموند."

تر دې مهاله نه ده جوته شوې چې ښځه ولې او څنګه وژل شوې ده، خو هغه ورور يې چې له دې سره اوسېده او اوس په ايران کې دى تورن بلل شوى دى.

په بدخشان کې د بشر د حقونو سيمه یيز دفتر دغه وژنه غندلې، او ويلي يې دي که دغه ښځه يې د ورور له خوا وژل شوې وي، ښايي د پت په نوم وژنه وبلل شي.

د بشر د حقونو د خپلواک کميسیون د بدخشان ولايت څانګې په روان لمريز کال کې چې اوس يې وروستۍ ورځې شپې په تېرېدو دي، دوه د پت په نامه وژنې او دوه د جنسي تېري پېښې ثبتې کړې دي.

شاوخوا دوې مياشتې مخکې د غور ولايت په تيوره ولسوالۍ کې هم يوه ښځه وژل شوې وه چې تور يې پر مېړه پورې شوی و.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کميسیون وايي د روان لمريز کال له پيل راهيسې يې په ټول افغانستان کې د پت په نامه ٨٠ وژنې او او د جنسي تېري ۳۵ پېښې ثبتې کړې دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .