کرزی: امريکا له افغانستان نه د وتو نيت نه لري

د خپريدو وخت: 06:28 گرینویچ - دوشنبه 18 مارچ 2013 - 28 کب 1391
کرزی

"امريکايان بېړه لري چې امنيتي تړون تر دريو مياشتو لاسليک شي. موږ بېړه نه لرو، موږ دقت کوو."

افغان ولسمشر حامد کرزي ويلي امريکا افغانستان ته د دې لپاره نه دې راغلې چې بېرته ولاړه شي.

ښاغلي کرزي د بي بي سي راډيو او د افغانستان د ملي راډيو تلويزيون په يوه ګډه خپرونه کې وويل، افغانستان په سيمه کې د امريکا لويې ګټې درک کړي، او امريکا هم بايد د افغانستان ملي ګټو ته درناوی وکړي.

دغه پروګرام چې "ازاده جرګه" نومېږي د افغانستان د بېلا بېلو ولايتونو خلکو په کې ونډه اخيستې او له ولسمشر او نورو چارواکو او پوهانو پوښتنې کوي.

ټاکل شوي نن دوشنبه د ازادې جرګې خپرونه له بي بي سي راډيو او ملي راډيو تلويزيون نه خپره شي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د خپرونې ګډونوالو ته وويل: "امريکا راغلې او بېرته نه ځي، وروره. نه ځي او په بې غمه ترې خپلې غوښتنې وکړﺉ."

ولسمشر کرزي له امريکا سره د امنيتي تړون پر سر د خبرو، خبر هم ورکړ، خو ټينګار يې وکړ چې خلک دې بيخي د افغانستان د راتلونکې په اړه اندېښنه نه کوي او په خبره يې "هېڅ ستونزه نه رامنځته کېږي."

"دا په بشپړه توګه تبليغات دي. ما هم وينی چې څرګندونې کوم. موږ په خپل منځ کې چنې وهو. امريکايان موږ تر فشار لاندې راولي، موږ هغوی تر فشار لاندې راولو، خو هغوی په مطبوعاتو کې تر موږ چټک دي."

حامد کرزی

خو هغه مهال چې د ده د دې خبرو په اړه د ګډونوالو اعتراض پورته شو، نو ده د امريکا او افغانستان ترمنځ وروستي جنجالونه "مطبوعاتي تبليغات" وبلل.

ولسمشر کرزي وويل: "دا په بشپړه توګه تبليغات دي. ما هم وينی چې څرګندونې کوم. موږ په خپل منځ کې چنې وهو. امريکايان موږ تر فشار لاندې راولي، موږ هغوی تر فشار لاندې راولو، خو هغوی په مطبوعاتو کې تر موږ چټک دي."

د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي تړون څرنګوالی د دوی ترمنځ د بحث وړ اصلي موضوع ده. ولسمشر کرزي وويل: "امريکايان بېړه لري چې دغه موافقه تر دريو مياشتو لاسليک شي. موږ بېړه نه لرو، موږ دقت کوو."

ښاغلي کرزي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا دغه موافقه لاسليکوي که څنګه، وويل: "که زموږ په خېر وي، هو. زموږ غوښتنو ته تسليم شي، لاسليکوو يې."

افغان ولسمشر حامد کرزي د ازادې جرګې په خپرونه کې يو ځلې بيا پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې له حکومت سره خبرو ته چمتو شي.

.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .