د افغان وزیرانو پر ګاډو یو لړ بندېزونه ولګېدل

د خپريدو وخت: 16:48 گرینویچ - دوشنبه 18 مارچ 2013 - 28 کب 1391

شورا پريکړه کړې چې نور به د دولتي چارواکو د ليږد پر مهال لارې او سړکونه هم نه تړل کېږي

د افغانستان وزيرانو شورا چې مشري يې ولسمشر حامد کرزي کوله پريکړه يې کړې ده چې افغان وزيران د يو ليږدونکي او يو تعقيبي گاډي حق لري او د تورو شيشيو درنې وسلې او نا معياري نمبر پليټونو حق نه لري.

مرستيال وزيران او لوى ريسان بايد یوازې يو ليږدونکى گاډى ولري، د تعقيبي گاډي تورو شيشو، درنې وسلې او نا معيارې نمبر پليټونو حق دوى هم نه لري.

وايي د دغو چارواکو ساتونکي کولاى شي په همدغه يو گاډي کې وليږدي.

"پخوا هم کورنيو چارو وزارت ورته پريکړې کړې وې خو جوته پايله يې نه وه تر سترگو شوې."

د افغانستان د چارو ادارې په خبر پاڼه کې راغلي چې د ملي شورا د دواړو جرگو غړي هم تورې شيشې او نا معيارې نمبر پليټونه نه شي کارولاى، او نه د درنې وسلې د ليږدولو حق لري.

وزيرانو شورا پريکړه کړې چې نور به د دولتي چارواکو د ليږد پر مهال لارې او سړکونه هم نه تړل کېږي. ځکه چې په وينا يې دا چاره ترافيکې گډوډي او نورې ستونزې جوړوي.

د افغانستان کورنيو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې چې سر له نوي لمريز کاله په پلازمينه او ولايتونو کې د امنيې قومندانيو له لارې دا پريکړې پلې کړي.

خو د نا حکومتي بنسټونو د ليږد او گاډو په اړه څه نه دي ويل شوي.

پخوا هم کورنيو چارو وزارت ورته پريکړې کړې وې خو جوته پايله يې نه وه تر سترگو شوې.

کتى به شي چې د وزيرانو شورا پريکړې څومره او څنگه پلى کېږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .