له افغان دیپلوماتانو دویم تابعیت اخیستل کېږي

د خپريدو وخت: 12:36 گرینویچ - سه شنبه 19 مارچ 2013 - 29 کب 1391

کله چې د ملي شورا مصوبه د ولسمشر له خوا لاسليکېږي، نو سم لاسي د قانون بڼه خپلوي.

افغان ولسمشر حامد کرزي په دې وروستيو کې د ملي شورا د دواړو جرګو له خوا استول شوې مصوبه لاسليک کړى چې له مخې يې هېڅ يو ديپلومات نه شي کولاى دوه گونى تابعيت ولري.

په افغانستان کې د وزيرانو، سياسي استازو او نورو لوړ پوړو چارواکو د دوه گوني تابعيت خبره لا له وړاندې په ملي شورا کې ډېره گرمه وه او هره پلا به ولسي استازو او سناتورانو پرې نيوکې کولې.

هغوى به هغو وزيرانو ته تر ډېره د تایيد رايې هم نه ورکولې چې دوه گونى تابعيت يې لاره، خو له لويه سره په بهرنيو هېوادونو کې د افغانستان سياسي استازي هغه کسان دي چې دوه گوني تابعيت لري.

که څه هم د افغان ولسمشر له لوري د دغې مصوبې لاسليکېدل تر دې مهاله په رسمي بڼه نه دى اعلان شوي، خو حکومت ته يوې نژدې سرچينې بي بي سي ته ويلي چې دغه مصوبه د ملي شورا د دواړو جرګو له خوا تایيد شوې وه په دې وروستيو ورځو کې د افغان ولسمشر له خوا لاسليک شوې ده.

سفیران

د ملي شورا له خوا په دغې استول شوې مصوبه کې راغلي وو، چې په بهرنيو هېوادونو کې سفيران او سياسي استازي بايد دوه گونی تابعيت و نه لري، خو په ملي شورا کې ځينو ولسي استازو بي بي سي ه وويل چې ولسمشر په کې دا ماده هم ورزياته کړې هغه کسان چې مېرمنې يې بهرنيانې وي هغوى هم نه شي کولاى چې په بهرنيو هېوادونو کې د افغانستان سياسي استازيتوب وکړي.

تشه

که چېرې دغه کسان چې بهرني تابعيتونه لري او د حکومت له څوکيو لرې کېږي، نو افغان حکومت به دغه تشه څنگه ډکه کړي؟

د يوشمېر کتونکو له نظره، د دوه گوني تابعيت لرونکو سياسي استازو په اړه د افغان ولسمشر له خوا د ملي شورا مصوبه داسې مهال لاسليکېږي چې لا هم د دولت په لوړپوړو څوکيو کې د دوه گونو تابعيت لرونکي په کار گومارل شوي دي.

که چېرې دغه فرمان پلى کېږي، نو دغه کسان به له څه وړ برخليک سره مخامخېږي، د دغو کتونکو په باور د دوه گوني تابعيت د لرلو سره سره بيا هم نړيوالو تل پر افغان حکومت دا نيوکې کړي چې د حکومت په اډانه کې هغه شان طرفيتونه او وړتياوې نه شته لکه څنگه يې چې تمه کېږي.

که چېرې دغه کسان چې بهرني تابعيتونه لري او د حکومت له څوکيو لرې کېږي، نو افغان حکومت به دغه تشه څنگه ډکه کړي؟

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .