افغان سیاسي مخالفانو د 'جوړجاړي' خبره رد کړه

د خپريدو وخت: 11:49 گرینویچ - سه شنبه 19 مارچ 2013 - 29 کب 1391
عبدالله

د حکومت سیاسي مخالفې ټلوالې وايي، له پاریس غونډې وروسته یې د حکومت له هېڅ مخالفې وسله والې ډلې سره مستقیمې یا غیر مستقیمې خبرې نه دي کړې.

په افغانستان کې د حکومت د سیاسي مخالفو ټلوالو غبرګونونه وروسته له هغه راپورته شول، چې ځینو رسنیو له وسله والو طالبانو او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د دوی د خبرو رپوټونه خپاره کړل.

د حکومت مخالفې سیاسي ټلوالې وايي، دوی له هېڅ وسله والې ډلې سره په مستقیم او یا هم په غیر مستقیم ډول د سولې خبرې نه دي کړي.

د حکومت د یوې مخالفې ټلوالې مشر، عبدالله عبدالله، چې تل د حکومت پر کړنو نیوکې کوي، وايي له پاریس غونډې را وروسته دوی له هېڅ وسله والې ډلې سره خبرې نه دي کړي:

''هېڅ ډول تماس او رابطه زموږ ترمنځ نه ده شوې. زموږ او د طالبان او د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي هېڅ تماس نه دی نیول شوی. زموږ وروستی تماس د پاریس په غونډه کې شوی دی. د سیاسي ګوندونو د همکارۍ شورا په استازیتوب هم چا دغه ډول تماسونه نه دي نیولي''.

د 'حق او عدالت' په نوم د حکومت بله مخالفه ډله هم وايي، چې نه یې له وسله والو طالبانو او نه یې هم د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې خبرې کړې دي.

د دغې ډلې ویاند او د رهبرۍ شورا غړي، حمیدالله فاروقي بي بي سي ته وویل:

''زموږ ګوند، نه له وسله والو طالبانو او نه هم د حکمتیار په مشرۍ له حزب ا سلامي سره د جوړجاړي خبرې کړې. زه دغه خبرې ردوم''.

خو له دې ټولو سره سره د حکومت سیاسي مخالفان ظاهراً له واسله والو طالبانو او حزب اسلامي سره د خبرو پلوي کوي.

ښاغلی عبدالله وايي، په هغه صورت کې له وسله والو ډلو سره د خبرو پلوي کوي، چې دغه ډلې د ده په ټکو د افغانستان له نظام سره د مذاکراتو اعلان وکړي:

"ولسمشر کرزی هم په افغانستان کې پر سیاسي حل ټینګار ګوي، خو لا هم مالومه نه ده، چې د افغانستان ټولې مخالفې سیاسي او وسله والې ډلې به کله د روغې جوړې یوه پړاو ته سره ورسېږي."

''موږ د خبرو غوښتونکي یو، خو زموږ اصول دا دي، چې طالبان باید یو ځل اعلان وکړي، چې افغانستان له اسلامي جمهوریت سره د مذاکراتو سره اعلان وکړي. موږ د نظام مخالف نه یو، موږ د حکومت مخالف یو، خو طالبان له دغه نظام سره مخالفت لري او طالبانو دا لېوالتیا نه ده ښوولې، چې د افغانستان ستونزه د سولې له لارې حل شي''.

د افغانستان په مساله کې ټول ښکېل اړخونه اوس دې پایلې ته رسېدلي، چې د دغه هېواد ستونزې د جګړو له لارې نه شي اوارېدلای، بلکې سیاسي حل لار باید ورته وموندل شي.

خپله ولسمشر کرزی هم په افغانستان کې پر سیاسي حل ټینګار ګوي، خو لا هم مالومه نه ده، چې د افغانستان ټولې مخالفې سیاسي او وسله والې ډلې به کله د روغې جوړې یوه پړاو ته سره ورسېږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .