"افغانستان کې د ناټو روانه جگړه بې منطقه ده"

د خپريدو وخت: 15:36 گرینویچ - سه شنبه 19 مارچ 2013 - 29 کب 1391

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر په دغه هېواد کې د ناټو او بهرنيو ځواکونو له خوا د ترهگرۍ پر ضد روانه جگړه په دې بې هدفه بولي چې د دوى په وينا ترهگر د دوى په خاوره کې نشته.

د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي له بي بي سي سره په خبرو کې وويل چې په اوسنۍ بڼه د ناټو جگړه د دۀ په وينا بې منطقه او بې گټې ده.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر د ناټو د سرمنشي له خوا د ولسمشر کرزي پر څرگندونو ورکړل شوي نظر ته غبرگون ښود.

د ناټو سرمنشي راس موسن د ولسمشر کرزي پر هغو څرگندونو نظر ښود چې ويل يې د طالبانو، ناټو او امريکا ترمنځ پټې خبرې روانې دي.

سرمنشي راس موسن دغه نظر "بې ځايه" بللى و او ويل يې افغانان بايد پوه شي چې بهرنيو ځواکونو په خپله وينه او پيسه افغانستان کې د افغانانو لپاره ډېر څه کړي دي.

د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي بي بي سي سره په خبرو کې ومنله چې نړيوالو قربانۍ ورکړي او دوى يې منندوى دي. خو ښاغلي فيضي زياته کړه چې د دۀ په وينا د يو دوو ترهگرو لپاره بايد افغان کلي بمباري نه شي.

د ولسمشر کرزي وياند په دې باور و چې د ترهگرو ځالې د افغانستان له پولې دباندې دي.

ښاغلى فيضي وايي که ناټو خپلې جگړې ته په اوسنۍ بڼه دوام ورکړي نو د دۀ په وينا بې هدفه او بې گټې روانه ده.

دا هغه نظر دى چې له ډېرو کلونو راهېسته ولسمشر کرزي ياد کړى او عمومآ يې اشاره پاکستان ته وي.

ښاغلى فيضي وايي که ناټو خپلې جگړې ته په اوسنۍ بڼه دوام ورکړي نو د دۀ په وينا بې هدفه او بې گټې روانه ده.

د افغانستان د ولسمشرۍ د دفتر او ناټو او واشنگټن ترمنځ په دې وروستيو کې دغه ډول خبرې د ډېرو په گومان د دوو ملاتړو ترمنځ د ښکاره توپير ښکارندويي کوي.

ځينې افغان شننونکي په دې باور دي چې گواکې د روانو "تېزو او تروو" خبرو دليل له واشنگټن سره د پوځي همکاريو د تړون په سر د چنو وهلو بهير دى.

له ښاغلي فيضي څخه بي بي سي وپوښتل چې ولې دغه ډول نيوکې د رسنيو له لارې کېږي؟

د ولسمشر وياند ويل چې په خصوصي غونډو او ليدنو کې تل افغان لورې خپل همدا پيغام ناټو ته رسولى دى.

ولسمشرانو اوباما او کرزي د جنوري په مياشت کې د واشنگټن په يوۀ خبري کانفرانس کې اعلان وکړ چې له را روان پسرلي څخه به بهرني ځواکونه په افغانستان کې جنگي عمليات نه کوي او ټولې چارې به افغان ځواکونو ته سپاري.

بهرني ځواکونه تر ډېره د روان ميلادي کال تر پايه له افغانستان څخه وتونکي دي.

خو د افغانستان او امريکا ترمنځ د پوځي تړون له لاسليکېدا وروسته ښايي يو شمير بهرني ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .