افغان هوايي شرکتونه د ديوالي کېدو له خطر سره مخامخ دي

د خپريدو وخت: 10:11 گرینویچ - چارشنبه 20 مارچ 2013 - 30 کب 1391

دافغانستان د هوايي شرکتونو مسوولين وايي کاروبار يې بهرنيو شرکتونو خراب کړی

د افغانستان د هوايي چلند شرکتونو مسؤولین وايي د ناانډولې سیالۍ له امله د دیوالي کېدو له خطر سره مخامخ دي.

په دې لړ کې د صافي په نوم هوايي خصوصي شرکت ۳۵ ميلیونه ډالر او کام ایير چې هغه هم یو خصوصي شرکت دی ۴۸ ملیونه ډالره زیان کړی دی.

دغه راز د هوايي چلند دولتي شرکت آریانا ته هم هره اوونۍ په لسګونه زره ډالره زیان ور اوړي.

اوس په ورځ کې یوازې د کابل له نړېوال هوايي ډګره شاوخوا ۶۰۰۰ زره مسافر نورو هیوادونو او د افغانستان نورو ولایتونو ته تګ راتګ کوي.

دا ګڼ شمیر مسافر د درېو کورنیو او له لسو د زیاتو بهرنیو هوايي شرکتونو پر مټ سفر کوي.

د کابل د نړېوال هوايي ډګر مشر یعقوب رسولی په دې ډګر کې د الوتنو په اړه معلومات ورکوي:

"فلای دُبی شرکت هره ورځ درې الوتنې، العربیة هوايي شرکت په اوونۍ کې شپږ الوتنې، د ترکیې هوايي شرکت په اوونۍ اووه الوتنې، ایير انډیا شرکت په اوونۍ کې اووه الوتنې، سپایس جټ بل هندي شرکت په اوونۍ کې درې الوتنې، د ایران اسمان شرکت په اوونۍ کې پنځه الوتنې او د ماهان په نوم بل ایرانی شرکت په اوونۍ کې یوه الوتنه لري."

د افغان دولت د اقتصادي کړنلارې له مخې د هوايي چلند بهرني شرکتونه د افغانستان له خاورې او هوا ګټه پورته کوي، خو د دې شرکتونو فعالیت د هوايي چلند کورني شرکتونه له ننګونو سره مخامخ کړي او سیالۍ ته یې اړ ویستلي دي.

د شرکتونو مسؤولین وايي له بهرنیو شرکتونو سره پراخ مالي امکانات دي او دوی د سیالۍ نه دي

خو د دې شرکتونو مسؤولین وايي له بهرنیو شرکتونو سره چې پراخ مالي امکانات لري د سیالۍ جوګه نه دي او له همدې امله یې ملیونونه ډالره زیان په برخه شوی دی.

د افغان خصوصي هوايي شرکت کام ايير مرستیال تیمور شهاب وايي کله چې د دوی شرکت ۴۸ ميلیونه ډالر زیان وکړ نو اړ شول چې خپلې ځینې بهرنۍ الوتنې وځنډوي.

د هغه په وینا دُبۍ ته يې د ورځې درې الوتنې ځنډولې او یوازنی لامل یې اقتصادي و: "موږ نه شوای کولای چې هره میاشت شاوخوا یو ميلیون ډالره مالي زیان په غاړه واخلو."

ښاغلی شهاب زیاتوي دُبۍ ته د الوتنو د ځنډولو وروسته یې مسکو او ترکیې ته الوتنې پیل کړې، خو هغو الوتنو هم ځکه دوام ونکړ چې دوی له بهرنیو شرکتونو سره په سیالۍ کې پاتې راغلل.

د کام ایير شرکت مرستیال وايي: "د اوړي په شپږو میاشتو کې موږ په مړ ژواندي حالت کې وو او د ژمي په موسم کې بیا د کمې ګټې په تر لاسه کولو الوتنې کوو."

ښاغلی شهاب هم د نورو هوايی شرکتونو د مسؤلینو په څیر ادعا کوي چې یو شمیر بهرنیو هوايي شرکتونو د خپل ټکټ بیې د کورنیو هغو د ټکټونو په پرتله څو وارې راټیټ کړي او دوی به د کورنیو شرکتونو د دیوالي کېدو تر بریده دې کړنلارې ته دوام ورکړي.

ده زیاته کړه: "ټکټونو د داډول ټیټو بیې د اقتصادي جګړې له امله دې چې وکولی شي ډیر مسافر جذب کړي او د دې لپاره دي چې سیال شرکتونه له مخې لرې کړي. خو کله چې سیال شرکتونه له مخې لرې کړي نو تاسې به بیا سل وارې په کورني شرکتونه شکر وباسې چې څومره اسانه او ارزانه و."

دې سختې سیالۍ د صافي په نوم بل افغاني هوايي شرکت هم له مالي پلوه له سترو ننګونو سره مخامخ کړی دی.

ښاغلی صافي وايي د دوی شرکت یوازې اروپا ته د الوتنو د بندېدلو له امله ۳۵ ميلیونه ډالره تاوان وکړ.

د دې شرکت مشر غلام حضرت صافي وايي شرکت یې د لا ډېرې ګټې په تمه اروپايي هېوادونو ته الوتنې پیل کړې خو اوس د روند مالي زیان وراوښتی او راتلونکی یې په خطر کې دی.

ښاغلی صافي زیاتوي چې د دوی شرکت یوازې اروپا ته د الوتنو د بندېدلو له امله ۳۵ ميلیونه ډالره تاوان وکړ.

نوموړی وايی اروپا ته د صافي هوايي شرکت الوتنې ځکه بندې شوې چې افغانستان د اروپا په تور لست کې شامل شو.

ښاغلی صافی زیاتوي که دولت د هوايي چلند په برخه کې له اوسني وضعیت سره سمه کړنلاره غوره کړې وای نو دوی به نه اړ کیدل چې د ټکټونو بیې تر څلوېښتنې سلنې راټیټې کړي.

نوموړی هم د بهرنیو شرکتونو پر وړاندې د ناانډولې سیالۍ له امله سر ټکوي: "بهرني هوايي شرکتونه راپیدا شول د ټکټ بیه له ۲۷۰ ډالرو ۱۷۰ ډالرو ته راولویده موږ تر یوې اندازې وکولی شول خپل مسافر وساتو خو هغه هم تاوان دی."

د صافي هوايي شرکت مشر زیاتوي چې شرکت یې د ترکیې د هوايی شرکت د فعالیت له امله ډېر زیان لېدلی دا ځکه چې د ده په وینا د ترکیې هوايي شرکت "له اروپا، امریکا او ځینې اسیايي هیوادونو مسافر راټولوي استانبول ته یې راوړي او تقریبا په وړیا ډول یې افغانستان ته راوړي او بیرته یې وړي، خو اروپا، امریکا او نورو هیوادونو د ټکټونو بیې په خپل زړه ټاکي."

د آریانا افغان هوايی شرکت چې یو دولتي شرکت دی په اوونۍ کې دوه ځله ترکیې ته الوتنې کوي، خو هغه الوتکه چې د ۲۵۰ مسافرو د لیږد توان لري په هره الوتنه کې له ۱۰۰ لږ مسافر لیږدوي.

د دې الوتنې لګښت ۸۰زره ډالره کیږي خو ګټه یې یوازې د دېرشو زرو ډالرو په شاوخوا کې ده.

اريانا وايي د يوې الوتنې لګښت ۸۰زره ډالره کیږي خو ګټه یې یوازې د ۳۰زرو ډالرو په شاوخوا کې ده.

خو پوښتنه داده چې مسافر ولې د کورنیو هوايی شرکتونو پرځای بهرنیو هغو ته مخه کوي؟

د دې پوښتنې ځواب له مسافرو سره دا دی چې بهرني شرکتونه ښه خدمتونه وړاندې کوي، د الوتنو ساحه یې پراخه او په وخت یې الوتنې تر سره کیږي.

عیسی خان چې کویټ ته یې سفر کاوه وویل، دی ځکه د فلای دُبۍ له لارې سفر کوي چې اریانا دغه هیواد ته د سپرلۍ د کموالي له امله د پخوا په څیر الوتنې نه لري.

مصری ممدوح منیر چې له کابله دُبۍ ته روان و وویل دی ځکه د افغاني شرکتونو له لارې سفر نه کوي چې الوتنې یې په خپل وخت نه ترسره کېږي او بله دا چې د امنیت له پلوه د ډاډ وړ نه دي.

د افغانستان د هوايی چلند وزارت چارواکي وايي د هوايي چلند بهرنیو شرکتونو ته په افغانستان کې د دې لپاره د فعالیت اجازه ورکړل شوې چې خلکو ته ښه خدمتونه وړاندې او د سمې سیالۍ لپاره لاره هواره شي.

د هوايی چلند مرستیال وزیر حامد ظاهر وايي په دې کار سره د افغانستان اعتبار لوړ شوی او دولت ګټه هم تر لاسه کړې ده.

افغان حکومت وايي د هوايي چلند کورني شرکتونه دې هڅه وکړي په دې سیالۍ کې بریالي شي.

خو د کورنیو هوايي شرکتونو چارواکي وايي له بهرنیو شرکتونو سره چې پراخ امکانات لري د سیالۍ توان نه لري، او که دا وضعیت همدا ډول دوام وکړي نو شرکتونه به یې ډیر ژر دیوالي شي.

ښاغلی صافی دغه راز ادعا کوي چې په افغانستان کې د بهرنیو شرکتونو فعالیت سیاسي هدف لري که نه نو د ده په وینا "زموږ هیوادونو له دغو هیوادونو سره هیڅ اقتصادي ګټې نه لري، دوی سیاسي ګټې لري تاسې وګورﺉ هغوی له کومو، کومو ځایونو راغلي دي او زموږ دولتي چارواکو اجازه ورکړې ده، څوک نشته چې پوښتنه وکړي چې وروره له هغه هیواده چې ته الوتنه کوي څو سلنه مسافر له دغه هېواده دي، چې غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړې."

مسافر وايي بهرني شرکتونه ښه خدمتونه وړاندې کوي او پروازونه يې په وخت وي

نوموړی وايي افغانستان ته مسافرو د لېږ په اړه باید کورنیو شرکتونو ته د لومړیتوب حق ورکړل شي او بهرني شرکتونه باید له صافي ، کام ایر او اریانا سره تړون وکړي چې هغوی مسافر له اروپا ، او امریکا د مثال په توګه استانبول ته راوړي او بیا دا د کورنیو شرکتونو حق دی، چې هغوی افغانستان ته راورسوي.

داخلي الوتنې چې ډیره ګټه لري هغه یوازنۍ لار ده چې کورني هوايي شرکتونه له دیوالي کیدو ژغورلی شي.

هره ورځ ولایتونو ته د شاوخوا دوه زره مسافرو د لیږ لپاره د هوايي چلند څلور کورني شرکتونه فعالیت کوي.

د افغانستان د هوايی چلند شرکتونو چارواکي وايي که وضعت همداسې دوام وکړي نو په لنډه موده کې به د بهرنیو شرکتونو پر وړاندې په ګونډو شي.

خو د اقتصادي چارو یو شمیر پوهان وايي یو لړ نیمګړتیاو د کورنیو شرکتونو د پرمختګ مخه ډب کړې ده.

د اقتصادي چارو پوه نجیب عزیزي وايي د هوايي چلند کورني شرکتونه باید د ښې سیالۍ لپاره خپلې تخنیکي نیمګړتیاوې له مخې لرې کړي.

د هغه په وینا د دې پرځای چې کورنی شرکتونه خپلې ادارې او مالي چارې تنظیم او ښه خدمات وړاندې کړي "بهانۍ لټوي."

ښاغلی عزیزي زیاتوي کورنیو شرکتونو ته په کار دي چې د سیالې لپاره له تخنیکي پلوه ځانونه پیاوړي کړي او په کار پوه کسان په دندو وګوماري.

د افغانستان د هوايي چلند په شرکتونو کې شاوخوا ۲۰۰ تنه په کار بوخت دي او هر کال دولت ته ۲۵ ميليونه ډالره مالیه ورکوي.

د اقتصادي چارو یو شمېر پوهان وايي که د هوايی چلند د کورنیو شرکتونو د دیوالي کېدو مخه ونه نیول شي د افغانستان د هوايی چلند سکتور به له لاسه ورکړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .