تخار کې پر يوه څلور کلن ماشوم جنسي تېری شوی

د خپريدو وخت: 07:49 گرینویچ - چارشنبه 20 مارچ 2013 - 30 کب 1391

په تېر يوه کال کې دا په تخار کې پر ماشومانو د جنسي تېري څلورمه پېښه ده

د افغانستان په شمالي ولايت تخار کې په پر يوۀ څلور کلن ماشوم جنسي تيرى شوى دى.

د تخار ولايت د پولسيو وياند عبدالخليل اسير بي بي سي ته وويل چې پر څلور کلن ماشوم دغه جنسي تيرى د خواجه غار ولسوالۍ په هزار باغ کلي کې شوى دى.

ښاغلي اسير وويل چې د تيرى په تور يې يو ١٦ کلن زلمى نيولى دى چې وايي د ماشوم له خپلوانو څخه دى.

ښاغلي اسير وويل تورن اوس د دوى په بند خونه کې دى، د تخار د پوليسو وياند وويل ماشوم له روغتونه بيرته خپل کور ته ليږدول شوى او اوس يې روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

سيميزو پوليسو وويل د تير يوۀ کال په ترڅ کې يې په ياد ولايت کې پر ماشومانو د جنسي تيري څلور پيښې ثبتې کړې دي.

نژدې درې مياشتې مخکې د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې هم پر يوۀ څلور کلن ماشوم جنسي تيرى شوى و، چې تور يې د هغه د تره په زوى پورې شوې و.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون په دغه هيواد کې پر ماشومانو د جنسي تيرى د گراف په لوړيدو ژوره انديښنه ښوولې ده.

د ياد شوي کمېسيون چارواکو بي بي سي ته ويلي، په تير يوۀ کال کې پر ښځو او ماشومانو د جنسي تيري ١٦٠ پيښې ثبتې شوې دي.

د چارواکو په وينا د دغو پيښو ٨٠ سلنه قربانيان ماشومان دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .