له ميدان وردګو د بهرنيو ځواکونو د وتو پرېکړه شوې

د خپريدو وخت: 10:31 گرینویچ - چارشنبه 20 مارچ 2013 - 30 کب 1391

ولسمشر کرزي وروسته له هغه له ميدان وردګو د بهرنيو ځواکو د وتو امر وکړ، چې خلکو ترې شکايت وکړ

په افغانستان کې میشت نړیوال سوله ساتي ځواکونه ایساف وايي، له ولسمشر حامد کرزي سره دې پریکړې ته رسیدلي، چې له میدان وردګو ولایت نه به نړیوال ځواکونه وځي.

د دغو ځواکونو د مشر قوماندان جنرال جوزف ډنفورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د وردګو له نرخ ولسوالۍ نه به د ایساف ځواکونو د وتلو لړۍ پیلېږي.

په خبر پاڼه کې ویل شوي له وردګو د ځواکونو د وتلو پریکړه نن له ولسمشر کرزي سره د جنرال ډنفورډ د کتنې پرمهال شوې ده.

له دغه ولایت نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مساله هغه ستونزه وه، چې د ولسمشر کرزي او امریکا ترمنځ یې اړیکې هم ترینګلې کړې وې.

په همدې حال کې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د دغې پریکړې هر کلی کوي وايي، له دغې پریکړې سره د ولسمشر حامد کرزي هغه حکم پلی شو چې درې اوونۍ وړاندې یې له وردګو د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه صادر کړی و.

د پلازمینې کابل په ګاونډ کې له میدان وردګو د امریکا د ځانګړو ځواکونو د وتلو مسله هغه ستونزه وه، چې د کابل او واشنګټن ترمنځ یې اړیکې ترینګلې کړې وې.

و لسمشر کرزي وروسته له هغه له دغه ولایته په دوه اوونيو کې دننه د بهرنیو ځواکونو د وتلو حکم وکړ، چې سیمه ییزو خلکو په دغه ولایت کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو له خپلسر کړنو شکایتونه وکړل.

خو د ولسمشر له حکم سره سم، دغه ځواکونه په ټاکل شوې موده کې له میدان ودرګ ولایته نه، ونه وتل.

اوس په افغانستان کې د میشتو نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جوزیف ډنفورډ ویلي، له ولسمشر کرزي سره دې هوکړې ته رسیدلي، چې له یاد و لایت نه د خپلو ځواکوو د وتلو لړۍ پیل کړي.

"امریکايي ځواکونه له میدان وردګو ولایت نه وځي او پيل به له نرخ ولسوالۍ نه کوي. د افغانستان دولت د دغه تصمیم هرکلی کوي او هغه ته ښه راغلاست وايي، موږ ترې ډیر خوشاله یوو. دغه پروسه به ورو ورو ټولو ولسوالیو ته وغځیږي او په ټول ولایت کې به پلې شي."

عادله راز

په هغه اعلامیه کې، چې دایساف له لوري خپره شوې راغلي، لومړی به دمیدان وردګو له نرخ ولسوالۍ نه دغه ځواکونه وځي او ځای به یې افغان ملي ځواکونه ته پریښودل کیږی.

که څه هم په اعلامیه کې له دغې ولسوالۍ نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو ځانګړې نیټه نه ده ښوول شوې، خو د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ایساف او د افغانستان د فاع وزارت به د دغو ځواکونو د وتلو لپاره ځانګړی پروګرام جوړوي او ځانګړی وخت به هم ورته ټاکي.

د ولسمشر کرزي د ویاند مرستیاله، عادله راز وايي افغان دولت له وردګو نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو هر کلی کوي وايي، چې ورو ورو به له دغه ولایت نه ټول بهرني ځواکونه ووځي:

((امریکايي ځواکونه له میدان وردګو ولایت نه وځي او پيل به له نرخ ولسوالۍ نه کوي. د افغانستان دولت د دغه تصمیم هرکلی کوي او هغه ته ښه راغلاست وايي، موږ ترې ډیر خوشاله یوو. دغه پروسه به ورو ورو ټولو ولسوالیو ته وغځیږي او په ټول ولایت کې به پلې شي.))

د ولسمشر کرزي دغه ویانده وايي، له میدان وردګو نه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به د ولسمشر هغه حکم پلی شې، چې نژدې درې اونۍ وړاندې یې د سیمه ییزو خلکو د شکایتونو پر بنسټ شوی صادر کړی وه.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .