بان کي مون پر ولسي مرګ ژوبلې اندېښنه څرګنده کړې

د خپريدو وخت: 14:36 گرینویچ - چارشنبه 20 مارچ 2013 - 30 کب 1391

د ملګرو ملتو د وروستي رپوټ له مخې په افغانستان کې پروسږکال تر دوو زره ډېر ولسي کسان وژل شوي

د ملگرو ملتو سرمنشي بان کي مون په افغانستان کې د ولسي مرګ ژوبلې پر دوام اندېښنه څرګنده کړې او غږ یې کړی چې د ملکي کسانو د ساتنې لپاره باید خبرې اترې وشي.

ښاغلی بان کي مون زیاته کړه "زه د دغه نه زغم وړ او دوامداره مرګونو د کمولو او د ولسي خلکو د ساتنې لپاره اغېز منې خبرو اترې هڅوم".

ښاغلي بان دا هم وویل چې طالبان ښايي په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د کمولو پر سر له ملګرو ملتو سره خبرو اترو ته لېواله وي.

نوموړي چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتو د امنیت شورا یوې غونډې ته غږېده، د ولسي مرګ ژوبلې په اړه د ملګرو ملتو د وروستي رپوټ په ځواب کې د طالبانو له خوا خپروو شوو دوو ویناوو بېلګه ورکړه چې ده ویل ښايي دا ښکاره کړي چې هغوی پر دې مسلې خبرو ته لېواله وي.

د ښاغلي بان کي مون په وینا د درېیو لسیزو شخړو وروسته به ځینې ناندرۍ او شکونه هرو مرو رامنځ ته کېږي خو په لویه کې د سولې د پروسې د بریاليتوب په موخه دغه پروسه باید افغاني وي او همغږۍ ته په کې زیاته پاملرنه شوي وي.

د ملګرو ملتو د وروستي رپوټ له مخې په افغانستان کې پروسږکال تر دوو زره ډېر ولسي کسان وژل شوي چې په سلو کې ۸۰ یې وايي د طالبانو به بریدونو کې وژل شوي دي.

"د ښاغلي بان کي مون په راپور کې د کورنیو جګړې له امله د ۵۰۰ زرو بې ځایه شویو کورنیو یادونه هم شوې ده."

بان کې مون همدا راز وویل چې په افغانستان کې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو اعتبار به له ۲۰۱۴ کاله وروسته له هغه هېواد سره د نړیوال ملاتړ د دوام لپاره خورا ډېر مهم وي.

ښاغلي بان کي مون په دغه رپوټ کې په ډاکه کړې ده چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې د نړیوالو د جګړییز ماموریت په ختمېدو ملګري ملتونه ټولې هغه ملکي چارې په لاس کې نه اخلي چې دمګړۍ یې نړیوال امنیتي ځواکونه تر سره کوي، بلکې هر څه به د حکومت د څرګندو غوښتنو، د افغانستان د لومړیتوبونو سره سم او د ملګرو ملتونو د صلاحیتونو او اصولو سره سم تر سره کوي.

د بان کي مون په وینا په افغانستان کې باید د ملګرو ملتونو موخه دا وي چې سیاسي بهیر، بنسټونه او خلکو ته د خدمتونو لارې چارې غښتلي کړي.

د ښاغلي بان کي مون په راپور کې د کورنیو جګړې له امله د ۵۰۰ زرو بې ځایه شویو کورنیو یادونه هم شوې ده.

د امنیت شورا په افغانستان کې د ملګرو ملتو د سیاسي ماموریت یوناما دوره د یوهّ بل کال لپاره اوږده کړه.

د امنیت شورا ته په خپل رپوټ کې بان کې مون د هغه څه په بهیر کې چې ده د لوی بدلون یوه دوره بللې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې پر مرستو ټینګار کړی دی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .