داودزي ولسمشرۍ ته د خپلې نوماندۍ ''امکان'' وښود

د خپريدو وخت: 08:04 گرینویچ - پنجشنبه 21 مارچ 2013 - 01 وری 1392
داودزی

ښاغلی داودزی د ولسمشر حامد کرزي له نژدې ملګرو څخه دی.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عمر داودزي بي بي سي ته ویلي، نه شي وېلای، چې د راتلونکو افغان ولسمشریزو ټاکنو لپاره کاندید شي او څنګه، خو دا هم نه شي ویلای چې ''نه دی'' کاندید.

نوموړي دا څرګندونې په یوه برتانوۍ ورځپاڼه کې د هغه د مرکې تر خپرېدا وروسته له بي بي سي سره کړې دي.

عمر داودزي ویلي، برتانوۍ ورځپاڼې یې مرکه په سمه توګه نه ده خپره کړې:

''نه شم ویلای، چې د ولسمشرۍ څوکۍ ته کاندید یم او نه شم ویلای چې نه یم''.

د برتانیا 'ده ټایمز' ورځپانې پخپل یوه راپور کې ویلي، ښاغلي داودزي ورته ویلي، چې د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته به ژر ځان کاندید او خپل ټاکنیز کمپاین پیل کړي.

خو ښاغلي داودزي بي بي سي ته وویل، چې مرکه یې دغې ورځپاڼې په غلطه توګه خپره کړې ده.

ښاغلي داودزي په انګلیسي او پښتو ژبو بي بي سي ته وویل، غواړي فکر او سلامشورې وکړي او بیا به خپله وروستۍ پرېکړه اعلانوي.

افغان سفیر دا هم ویلي، چې تر دې وخته کاندید نه دی، خو د کاندیدۍ توان لري.

عمر داودزي دا څرګندونې له کابله اسلام اباد ته تر خپل سفر وروسته کړې ده.

بي بي سي ته معلومه شوې ده، چې عمر داودزی د ولسمشر حامد کرزي له خوا ولسمشرۍ ته اعلان شي.

د نغدو پیسو تور

په ۲۰۱۰ کال نیویارک ټایمز ورځپانې ویلي وو چې د ولسمشر حامد کرزي د دفتر رييس د ایران سړی دی او له هغه هېواده پییسې اخلي.

ښاغلی داودزی د ولسمشر حامد کرزي له نژدې ملګرو څخه دی.

وړاندې عمر داودزی د ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس و، چې د ځینو لوریو له خوا پرې له ایرانه د پیسو د اخیستو تور ولګېد.

په ۲۰۱۰ کال نیویارک ټایمز ورځپانې ویلي وو چې د ولسمشر حامد کرزي د دفتر رييس د ایران سړی دی او له هغه هېواده پییسې اخلي.

خو ولسمشر حامد کرزي د پیسو دغه ورتګ ومانه، خو وویل چې دا پیسې د ځانګړو اشخاصو لپاره نه وې، بلکې د ولسمشرۍ له دفتر سره د مرستې په توګه ورکړل شوې دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .