"امنیت د غزني بیارغونې ته ستونزه نه ده پېښه کړې"

د خپريدو وخت: 16:17 گرینویچ - جمعه 22 مارچ 2013 - 02 وری 1392

د غزني والي او امنيې قومندان په کلکه سره په ودانيزو چارو کې د ولسمشر حامد کرزي د سلاکار يوسف پښتون هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې ٢٠١٣ ميلادي کال ته د غزني د نه چمتوالي يو پام وړ لامل په هغه ولايت کې امنيتي ګواښونه وو.

د ياد شوي ولايت د امنيې قومندان زړور زاهد ويلي له کومه چې د غزني د چمتوالي چارې پيل شوي نه کوم کارکونکى تښتول شوى او نه کومې لرغونې نښې ته زيان اوښتى دى.

د غزني والي هم ويلي چې د بشپړ نه چمتوالي بنسټيز لامل دا دى چې حکومت د دې کار لپاره ژمنه شوې پيسې ور نه کړې.

په پام کې ده د اسلامي هېوادونو کولتوري بنسټ اى سيسکو په همدغه روانه لمريزه مياشت کې غزني ته د اسلامي هېوادونو د کولتوري پلازمېنې نوم ورکړي.

له څو کلونو راهيسې د غزني سيمه یيز چارواکو او مرکزي حکومت د ٢٠١٣ ميلادي کال لپاره يانې هغه نېټې ته د چمتوالي خبرې کولې چې دغه ښار به په کې د اسلامي هېوادونو د کولتوري پلازمېنې په نامۀ نومول کېدۀ.

خو اوس چې د روانې لمريزې مياشتې پر ٢٤ نېټه د دغه جشن پرانیستونکې غونډه کېدونکې ده او غزنى له پلان سره سم نه دى چمتو شوى.

سيمه یيزو چارواکي او مرکزي حکومت يو بل د دغه بشپړ نه چمتوالي لامل بولي.

درې ورځې مخکې د غزني د چمتوالي د جرګه ګۍ غړي او په ودانيزو چارو کې د ولسمشر حامد کرزي سلاکار يوسف پښتون د افغانستان مشرانو جرګې ته وويل چې د مرستندويانو پر شا تګ او امنيتي اندېښنې د ښار د بشپړ نه چمتوالي ستر لاملونه وو.

خو د غزني د امنيې قومندان زړور زاهد په کلکه دا خبره رد کړه چې ګواکې امنيتي اندېښنې د چمتوالي د کار د وروسته پاتې کېدو لامل وې.

هغه وويل له کومه راهيسې چې د لرغونو نښو نښانو بيا رغاونه پيل شوې، نه چا کوم انجينير تښتولى او نه کوم تاريخي اثر ته زيان اوښتى دى.

د غزني والي موسى خان اکبر زاده هم د ښاغلي زاهد د خبرو تر پخلي وروسته وويل چې د غزني د بشپړ نه چمتوالي بنسټيز لامل دا دى چې حکومت له ژمنه شويو ٢٢٠ ميلیونو ډالرو څخه ايله بيله ١٠ ميلونه ډالر ورکړي دي.

د افغانستان د اطلاعاتو کولتور وزير سيد مخدوم رهين هم چې شاوخوا پنځه کاله يې د غزني د بيا رغاونې په اړه څرګندونې کولې په پاى کې درې ورځې مخکې د افغانستان مشرانو جرګې ته وويل د اسلامي هېوادونو کولتوري بنسټ اى سيسکو ته دا خبره ارزښتناکه نه ده چې اوس مهال په غزني ولايت کې بيا رغاونه تر سره شوې ده او کنه.

د نوموړي په وينا اسلامي هېوادونه يوازې غواړي چې د غزني تېر برم په غونډو ا و کتابونو سره نړيوالو ته ور وپېژني.

شاوخوا پنځه کلونه مخکې د اسلامي هېوادونو کولتوري بنسټ اى سيسکو پرېکړه کړې وه چې غزني به په ٢٠١٣ ميلادي کال کې د اسلامي هېوادونو د کولتوري پلازمېنې په وياړمن نوم نوموي خو مياشت او نېټه يې نه وو جوت شوي.

د افغانستان اطلاعاتو کولتور وزارت وايي د روان لمريز کال د وري مياشتې ۲۴ مه نېټه به غزني ښار په رسمي ډول دغه نوم خپل کړي. خو بنسټيزه غونډه به په تلې مياشت کې جوړېږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .