نیمروز کې د ابو کموالي خلک د سیمې پرېښودو ته اړ کړي

د خپريدو وخت: 14:18 گرینویچ - جمعه 22 مارچ 2013 - 02 وری 1392

د افغانستان په سوېل لوېدیځه څنډه کې پروت ولایت نیمروز کې د اوبو د کموالي ستونزه نوې نه ده خو داسې ښکاري چې د دې ولایت په ګنګ ولسوالۍ کې د څښاک اوبو د کموالي ستونزه تر نورو سیمو ډېره جدي ده.

د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي د اوبو د کموالي له امله د خپلې سیمې پرېښودو ته اړ شوي دي.

دوی وايي آن د څښاک لپاره اوبه نه لري او څاروي یې هم له دې همدې امله د له منځه تللو په حال کې دي.

د افغانستان په سوېل لوېدیځه څنډه کې پروت ولایت نیمروز کې د اوبو د کموالي ستونزه نوې نه ده خو داسې ښکاري چې د دې ولایت په ګنګ ولسوالۍ کې د څښاک اوبو د کموالي ستونزه تر نورو سیمو ډېره جدي ده.

د دې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي د اوبو د نشتوالي له امله د دوی کرهڼې له منځه تللي او له همدې امله یې څاروي هم د له منځه تللو له ګواښ سره مخامخ دي.

د کنګ اوسېدونکي شېر احمد بي بي سي ته وویل د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د اوبو د نشتوالي له امله په ډېر ناوړه حالت کې دي.

د هغه په وینا پخوا د کنګ ولسوالۍ دریمه برخه تر اوبو لاندې وه خو ا وس د ده په وینا خلک د څښاک لپاره هم اوبه نه لري. نوموړی وایي په څاګانو کې اوبه تروې دي چې خلک ترې ګټه نه شي پورته کولی.

ویل کېږي چې په سیمه کې د څښاک او خړوب لپاره د ابو د نشتوالي له امله یو شمېر کورنۍ له دغې سیمې کډه شوي دي.

د نمیروز مرستیال والي محمد قاسم خدري د ځایي اوسېدونکو د ستونزو د تایید ترڅنګ بي بي سي ته وویل چې د خلکو د دې ستونزې د هواري لپاره یې یو لړ ګامونه پورته کړي دي.

ښاغلي خدري زیاته کړه: "په ټول نیمروز ولایت کې د اوبو د کموالي ستونزه شته خو په کنګ ولسوالۍ کې د نورو سیمو په پرتله دا ستونزه ډېره جدي ده. کوم معلومات چې تاسې له خلکو تر لاسه کړي سل په سلو کې سم دي. هلته خلک له ډېرو سختو ستونزو سره مخامخ دي، والي صاحب ډېرې هڅې کړي چې په هر ډول کېدای شي دا ستونزه د مرکزي ادارې او د اوبو او انرژۍ وزارت له لارې هواره شي."

خو د سیمې اوسېدونکي وايي حکومتي چارواکو د دې ستونزې د هواري په برخه کې هېڅ نه دي کړي او له حکومت څخه غواړي چې ژر تر ژره دې په دې برخه کې لاس په کار شي.

بل خوا د سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي په کنګ ولسوالۍ کې ځکه اوبه کمې شوي دي چې د سیند اوبه د ایران خاورې ته اړول شوي او د دې ولسوالۍ ویالۍ هم ډکې دي او پاکولو ته اړتیا لري.

خو د نیمروز مرستیال والي وايي اوس اصلا په هلمند سیند کې اوبه نشته او یوازې د لشکري په نوم نهر کې ډېرې کمې اوبه دي چې د مرکز زرنج اوسېدونکو له څښاک څخه نه اضافه کېږي.

د افغانستان د اوبو رسولو عمومي مشر داد محمد بهیر بیا وايي په نیمروز کې د اوبو کموالی له دې امله دی چې دغه ولایت په نسبتا وچه او ریګي سیمه کې پروت دی او دوامداره وچکالۍ هم د اوبو د کموالي ستونزه لا پسې پراخه کړې ده.

چارواکي وايي په نیمروز ولایت کې د اوبو د کموالي د ستونزې هوارول د دوی په لومړیتوبونو کې دی.

افغان ولسمشر حامد کرزي د ازادې جرګې په نوم د بي بي سي په خپرونه کې وویل چې په نیمروز کې د اوبو د کموالي له ستونزې خبر دی.

ښاغلي کرزي ژمنه وکړه چې هر څومره ژر کېدای شي دې ستونزې ته به د حل لار پیدا کړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .