کرزی: 'د افغانستان د بچي له تعلیم سره دښمني مه کوﺉ''

د خپريدو وخت: 08:19 گرینویچ - شنبه‬ 23 مارچ 2013 - 03 وری 1392
کرزی

ښاغلي کرزي وویل: ''هغه څوک، چې د تعلیم مخه بندوي، پردیو ته کار کوي او په زوره خلک غلامۍ ته مجبوروي''.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له طالبانو او د ده په ټکو له هغو کسانو چې د ''طالب په نوم ښوونځي سوځوي''، و غوښتل چې په دغه کار دې د افغانستان د بچیانو له تعلیم سره دښمني پرېږدي.

ښاغلي کرزي، چې د ۱۳۹۲ هجري لمریز ښوونیز کال د زنګ وهلو په مراسمو کې یې خبرې کولې، وویل په تېرو لسو کلونو کې طالب او یاهم د طالبانو په نوم ګڼ شمېر ښوونځي یا تړل شوي او یا هم سوځول شوي دي.

دغو مراسمو ته، چې د بهرنیو دپيلوماتانو په ګډون ګڼ شمېر لوړپوړي دولتي چارواکي هم ورغلي وو، ولسمشر کرزي په کې له طالبانو غوښتنه وکړه، چې د ښوونځیو د بندولو او یاهم سوځولو پرځای د افغانستان د پرمختګ لپاره کار وکړي.

ښاغلي کرزي هغو کسانو ته چې ښوونځي سوځي په خطاب کې وویل ''د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته له ښوونځیو سره د ښمنۍ پرېږدﺉ''.

حب وطن

د پوهنې وزیر وویل، د افغانستان په تاریخ کې په لومړي ځل د حب وطن په نوم د مضومو تدریسول به هم په دې کال په ښوونځیو کې پیل شي.

اوسمهال د افغانستان په ناامنو سیمو کې سلګونه ښوونځي تړل شوي او ګڼ شمېر په تېرو کلونو کې سوځول شوي دي.

کرزی مرسته غواړي

ولسمشر کرزی، چې ظاهراً نن په دغو مراسمو کې د وروستیو څو غونډو په پرتله پکې خوشاله برېښېده، پر ټولو دیني عالمان او قو مي مشرانو غږ وکړ، چې د تړل شوو ښوونځیو په بېرته پرانیستلو کې مرسته وکړي.

ده دارنګه وویل ''هغه څوک، چې د تعلیم مخه بندوي، پردیو ته کار کوي او په زوره خلک غلامۍ ته مجبوروي''.

که څه هم ښاغلي کرزي په تېرو یو لسو کلونو کې د زده کړو پرمختګ د پام وړ وباله خو دا یې هم ویل، چې لاهم افغانستان د نړۍ له کاروانه وروسته پاتې دی.

ښاغلي کرزي هغو کسانو ته چې ښوونځي سوځي په خطاب کې وویل ''د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته له ښوونځیو سره د ښمنۍ پرېږدي''.

نوموړي وویل، د خپل حکومت په لومړي کال یې پنځوس زده کوونکي بهر ته د زده کړو لپاره استولي وو، خو وايي اوس نژدې لس زره افغان زده کوونکي یوازې په بهر کې پر زده کړو بوخت دي.

ځینې کسان بهر ته د زده کوونکو د استولو د بهیر پر روڼوالي نیوکه کوي، خو چارواکي بیا دغه ادعاوې نه مني.

۳ میلیون ماشومان

د نوي ښوونیز کال د زنګ وهلو په مراسمو کې د پوهنې وزیر ډاګټر فاروق وردګ وویل، تېر کال په افغانستان درې میلیون ماشومان له زده کړو بې برخې پاتې شوي، چې دا د افغانستان د ټولو زده کوونکو ۲۴ سلنه برخه جوړي.

نوموړي وویل چې لاهم نیمايي زده کوونکي د ښوونځیو ودانۍ نه لري او پنځوس سلنه ښوونکي معیاري زده کړې نه لري.

ده د تېر کال د ستونزو ترڅنګه دا یادونه هم وکړه، چې په روان ۱۳۹۲ ښوونیز کال کې به څه د پاسه یونیم میلیون ماشومان ښوونځیو ته شامل شي، چې ۴۱ سلنه به یې نجونې وي.

ښاغلي وردګ دارنګه دغې غونډې ته وویل، چې شاوخوا درې لکه زده کوونکي به سږ کال له دوولسمو ټولګیو فارغ شي.

خو لوړو زده کړو ته د دغو کسان جذبېدل به د حکومت لپاره یو بله لویه ننګونه وي.

د فاروق وردګ وینا، په نوي تعلیمي کال کې به ۷۰ میلیونه درسي کتابونه ښوونځیو او مدرسو ته نوي چاپ شي او په دې سره به د افغانستان د ښوونیز نظام د درسي کتابونو د چاپ لړۍ هم بشپړه شي.

ښوونځی

د فاروق وردګ وینا، په نوي تعلیمي کال کې به ۷۰ میلیون درسي کتابونه ښوونځیو او مدرسو ته نوي چاپ شي.

ده ژمنه وکړه، چې په تازه پیل شوي ښوونیز کال کې به هغو سیمو ته ځانګړې پاملرنه کوي، چې امنیت یې نسبت نورو سیمو ته خراب دی.

د پوهنې وزیر وویل، د افغانستان په تاریخ کې په لومړي ځل د ''حب وطن'' په نوم د مضمون تدریسول به هم په دې کال کې په ښوونځیو کې پیل شي.

په افغانستان کې اوسمهال نژدې نهه میلیونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې څلوېښت سلنه یې نجونې دي.

خو لا هم امنیت ، د مسلکي ښوونکو کمښت او په ښوونځیو کې د درسي کیفیت نشتوالی د افغانستان په ښوونیز نظام کې لویې ننګونې بلل کیږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .