لا هم ۳ میلیونه افغان ماشومان ښوونځیو ته نه ځي

د خپريدو وخت: 14:51 گرینویچ - شنبه‬ 23 مارچ 2013 - 03 وری 1392

ولسمشر حامد کرزي په دغو مراسمو کې پر طالبانو غږ وکړ، چې ښوونځي دې نه تړي او په خبره یې بل چا ته دې هم اجازه نه ورکوي، چې ښوونځیو وتړي او ښوونکو او زده کوونکو ته ګواښونه وکړي.

افغان دولت وايي، که څه هم د دغه هېواد په پوهنې کې پام وړ پرمختګونه شوي، خو ټینګار کوي چې په دې برخه کې اوس هم یو شمېر جدي ننګونې موجودې دي.

د نوي ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې د پوهنې وزیر فاروق وردګ وویل، له پاموړ پوهنیز پرمختګ سره سره اوس هم درې میلیونه افغان ماشومان ښوونځیو ته لاس رسی نه لري.

پر دې سربېره د معیاري ښوونکو کموالی او د ښوونځیو د ودانیو نشتوالی له دغو ننګونو څخه دي.

ولسمشر حامد کرزي په دغو مراسمو کې پر طالبانو غږ وکړ، چې ښوونځي دې نه تړي او په خبره یې بل چا ته دې هم اجازه نه ورکوي، چې ښوونځیو وتړي او ښوونکو او زده کوونکو ته ګواښونه وکړي.

په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال پرانیسته د ولسمشر حامد کرزي لخوا د کابل په اماني لیسه کې د ښوونځي د زنګ په وهلو وشوه.

په دغو مراسمو کې افغان چارواکو د پوهنې په برخه کې د شویو ګڼو پرمختګونو په اړه د څرګندونو تر څنګ ټینګار وکړ، چې د دغه هېواد په پوهنیز ډګر کې اوس هم جدي ستونزې موجودې دي.

د پوهنې وزیر فاروق وردګ وویل، په هېواد کې په تېر ښوونیز کال کې درې میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې پاتې شوي، چې د ښوونځي جوګه ماشومانو ۲۴ سلنه جوړوي.

ده همدا راز د مسلکي ښوونکو او د ښوونځيو د ودانیو نه شتون او د میلیونونو وګړو نالوستي پاتې کېدل جدي ننګونې وبللې.

یادې غونډې ته د وینا پر مهال افغان ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ، چې نه دې په خپله ښوونځي تړي او نه دې نورو ته د دې کار اجازه ورکوي.

ولسمشر کرزي همدراز په هېواد کې د حرفوي زده کړو او د لیک لوستي ښوونو پر ودې ټینګار وکړ.

ښاغلي کرزي د هېواد پر شتمنو وګړو غږ وکړ، چې د پوهنې په برخه کې دې مالي مرستې وکړي او د دې کار لپاره یې د یوه ځانګړي مالي صندوق د رامنځ ته کولو وړاندیز هم وکړ.

ده همدا راز ټینګار وکړ چې د هېواد له لرې پرتو سیمو دې زده کوونکي د ښوونیزو سفرونو په ترڅ کې پلازمېنې ته راوستل شي، چې د بېلا بېلو دولتي ادارو له کاري څرنګوالي سره بلد شي.

په روان ښوونیز کال کې به د پوهنې وزارت په چوکاټ کې څه باندې لس میلیونه زده کوونکي په زده کړو بوخت شي، چې کابو ۴۰ سلنه به یې نجونې وي.

په روان کال کې به درې لکه زده کوونکي له ۱۲ مو ټولګیو فارغ شي، خو د لوړو زده کړو بنسټونو ته د دغو زده کوونکو جذبېدل یوه بله ستونزه ده.

څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو یوې ادارې په خپل یوه رپوټ کې د پوهنې وزارت د هغو څلورو افغان ادارو په ډله کې یاد کړی و، چې په تېرو دریو کلونو کې پکې د فساد کچه لوړه شوې وه.

د پوهنې وزارت دا مني، چې په ادارو کې یې فساد شته، خو کچه یې تر هغې ډېره ټیټه ښيي چې په یاد رپوټ کې ښوول شوې وه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .